Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځې مقام د کمېسیون په غونډه کې د افغان ښځو پر وضعیت اندېښنه

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرش د دغه سازمان د ښځې مقام په ۶۸ مه غونډه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر نقض نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې څه باندې ۵۰ فرمانونه صادر شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځې مقام په ۶۸ مه غونډه چې نن (سې‌شنبې) په نیویارک کې د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې د ۱۰۱ لوړپوړو پلاوو پله حضور سره پېل شوه.

انتونیو ګوټرش په افغانستان کې د ښځو په هکله ویلي:«په ټوله نړۍ کې ترینګلتیاوې او کړکېچونه مخ پر زیاتېدو دي او پر ښځو او نجونو ناوړه اغېز لري. په افغانستان کې طالبانو د ښځو او نجونو د حقونو د ځپلو په تړاو تر ۵۰ زیات فرمانونه صادر کړي دي.»

د ښځو پر وړاندې له تبعیض سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د کاري ډلې مشره ډوروټي استرادا هم څرګندوي:«اوسنيو شرايطو بې وزلي لاپسې زياته کړې ده. په افغانستان او نورو هېوادونو لکه ايران کې ښځې او نجونې له عمومي ژونده حذف شوې دي؛ د زده‌کړې، کار، روغتيا، عدالت ته د لاسرسي او ازادۍ حقونه یې تر پښو لاندې شوي دي.»

له بلخوا اسلامي امارت په هېواد کې د ښځو د حقونو نقض نه‌مني او زیاتوي چې دغه فرمانونه د اسلامي قوانینو پر بنسټ صادر شوي او د ښځو هېڅ ډول حقونه نه‌دي نقض شوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد څرګندوي:«دوی افغانستان لومړی د خپلو خبرو په سر کې راولي او بیا د ښځو موضوع‌ګانې مطرح کوي، له دې معلومېږي چې دغه موضوع د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي او دا په ځلونو تکراروي چې واقعیت نه‌لري.»

دا په داسې حال کې ده چې، له دوو ساعتونو په کمه موده کې، د هغه څه په تړاو چې په افغانستان کې د ښځو جدي بېړنی وضعیت بلل کېږي، د نړۍوالې د همغږۍ د فرصتونو د ملاتړ او پیاوړتیا په موخه یوه غونډه جوړه شي.
 
اسلامي امارت په هېواد کې د ښځو د حقونو نقض نه‌مني او زیاتوي چې دغه فرمانونه د اسلامي قوانینو پر بنسټ صادر شوي او د ښځو هېڅ ډول حقونه نه‌دي نقض شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه