Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په روژه کې د خوراکي توکو لوړه بیه او د خلکو شکایتونه

د روژې میاشتې په درشل کې هیوادوال د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.

 د روژې د مبارکې میاشتې په را رسېدو سره که څه هم د پلازمېنې په بازارونو کې د خوراکي توکو د پېرلو لپاره د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې، خو د کابل یو شمېر اوسېدونکي د سبزیجاتو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.

دوی وايي، سره له دې چې د خوراکي توکو بيې د پام وړ نه دي لوړې شوې، خو د سبزيجاتو بيې لوړې شوې دي.

پېرېدونکی، محمد قاسم طلوع نیوز ته و ویل: "دا مې ګېډۍ پنځه افغانۍ اخیستې وه، نن چې ولاړم ګېډۍ یې په پنځه ویشت افغانیو ویله، دا دی اخر مې په شل افغانیو واخیسته."

یو بل پېرېدونکی، مصطفی وايي :" زموږ هټۍوال او سوداګر ډیر ظلم کوي، پخپله سره یې بیې لوړې کړې دي، اسلامي امارت دې وګرځي، دا نرخونه دې راټيټ کړي."

امین الله بیا وايي: نرخونه چې لوړیږي، د لاس ګاړیو د لرونکو زړونه چوي، دوی وايي، دومره پیسې له کومه کړي چې اوس سبزۍ واخلي، سمه ده کچالو ارزانه دي، پیاز ارزانه دي خو سبزیجات ګران دي. یو چارک رومیان سل افغانۍ دي.

بل پلو، یو شمېر هټیوال د سبزیجاتو د بیو د لوړېدو لامل د سوداګرو له لوري ګران پلورنه بولي.

هټۍوال، خداد طلوع نیوز ته و ویل: "عمده پلورونکي ددې لپاره چې ثواب یې وشي دغه توکي، شل افغانۍ او دېرش افغانۍ لوړوي. خو نورو هېوادونو کې بیا په روژه کې تخفیف وي."

بل هټۍوال، شاه محمد بیا داسې و ویل: "چې تقاضا لوړه شي او عرضه کمه شي نو خامخا بیې لوړیږي، د غوړیو د یو پیپ بیه یو ډالر لوړه شوې، د بورې یوه بوجه درې ډالره ګرانه شوې ده."

بل خوا د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال وايي، د بازارونو د کنټرول چارې په جدي توګه روانې دي او راتلونکې اونۍ به د پلازمېنې په بازارونو کې ځيني سبزیجات لیلام شي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال، میرویس حاجي زاده طلوع نیوز ته و ویل: "د راتلونکې اونۍ د شنبې او یکشنبې پر ورځ موږ لیلام لرو. ډیر په ټیټه بیه، ښايي سل افغانۍ من پیاز او سل افغانۍ من کچالو لیلام کړو."

تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د بېلابېلو سوداګریزو ټولنو له غړو سره په کتنه کې کسبګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو او د هغوی د ملاتړ ډاډ ورکړی و.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال وايي، د بازارونو د کنټرول چارې په جدي توګه روانې دي او راتلونکې اونۍ به د پلازمېنې په بازارونو کې ځيني سبزیجات لیلام شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه