د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف چې کابل ته راغلی د اسلامي امارت له ځينو جګپوړو چارواکو سره د بېلابېلو مسایلو په هکله لیده کاته او خبرې اترې کړې دي.
د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر په دغو لیدنو کې د ازبیکستان له لوري د اسلامي امارت د سفارت پر منل کېدو، په اقتصادي او سیاسي برخو کې پر همکارۍ او همدارنګه پر سیمهییز نښلون یې خبرې کړې دي.
د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر او مله پلاوي یې تېره ورځ د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره ولیدل. د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې په دغې ناسته کې د افغانستان او ازبیکستان له لارې د ټرانزیټ د کچې د زیاتوالي په هکله هم خبرې اترې شوې دي.
ښاغلي مجاهد د دغو لیدنو په هکله زیاته کړه:«هغوی هم ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به په هغه هېواد کې د افغانستان سفارت رسماً پرانیزي او همدارنګه کاسا - زر او د افغان - ټرانس پروژې او نورو موضوعګانو باندې چې د هغه د پېل په برخه کې هم اسانتیاوې برابرې دي، امنیت تامین دی خبرې شوې دي.»
ازبیکستاني پلاوي د یو شمېر وزارتونو له سرپرست وزیرانو سره هم وکتل او په افغانستان کې یې د دغه هېواد د پانګونې په اړه هم بحث وکړ.
د دغه پلاوي غړو ویلي غواړي چې د سمنټو د یوې فابریکې پر جوړېدو، د ډبرو سکرو پر استخراخ، د ډبرو له سکرو د ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا پر تولید او نور برخو پانګونه وکړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع طلوعنیوز ته وویل:«دواړو لورو د بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعګانو او په سیمه کې پر وروستیو بدلونونو بحث او خبرې اترې کړې دي. وروسته خلیفه صاحب د دواړو هېوادونو د تاریخي او معنوي مشترکاتو په هکله خبرې وکړې.»
د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین هم څرګندوي:«په دغې لیدنه کې د ازبیکستان د اوبیزو سرچینو وزیر وویل چې هېواد یې د بند جوړولو او د وسایلو د تولید، کانال جوړولو، کرنې، اوبو لګونې او د سیمې په کچه د اوبو د مدیریت په برخو کې تجربه لري او په دې برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه افغانستان ته د ازبيکستان د یوه جګپوړي پلاوي راتګ د سوداګرۍ په پراختیا او د سوداګریزو ستونزو د حل په برخه کې مهم ګڼي.
د سوداګرۍ او پانونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند طلوعنیوز ته وویل:«ډېره ښه خبره دا ده چې هلته د اسلامي امارت سفیر منلی شوی چې دا د سوداګرۍ د ودې لپاره مهم ګڼل کېږي.»
تر دې وړاندې په کابل کې د ازبیکستان سفیر په یوه خبري غونډه کې ویلي و، چې افغان حکومت د امنیت د ټينګښت په برخه کې مثبت ګامونه پورته کړي او له ګاونډیو هېوادونو سره یې دوستانه اړیکې جوړې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه