Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مجاهد: یوناما باید ملګري ملتونه او افغانستان سره ونښلوي

په هېواد کې د یوناما د ماموریت له غځېدو سره هممهاله، اسلامي امارت د امنیت شورا د دې پرېکړې هرکلی کوي.

د اسلامي امارت ویاند په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له سیاسي دفتره غواړي چې خپل ماموریت په داسې ډول ترسره کړي چې د افغانانو او ملګرو ملتونو په ګټه وي.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې د یوناما راپورونه باید د افغانستان د اوسنیو واقعیتونو پر بنسټ چمتو او وړاندې کړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: د یوناما ماموریت باید ټول مسایل ولري، ملګري ملتونه او افغانستان له یو بل سره ونښلوي. او ماموریت یې باید داسې هم وي چې په افغانستان کې اوسني واقعیتونه هم په پام کې ونیسي.

بل پلو، د بښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې د يوناما د ماموريت د غځېدو هرکلى کوي او وايي، په افغانستان کې پر بشري بېړني حالت غور بايد د دغه سازمان له لومړيتوبونو وي.

دغه سازمان له یوناما غواړي چې د هغو حکمونو د لغوه کولو لپاره جدي هڅې وکړي چې په هېواد کې د ښځو او نجونو حقونه نقضوي.

د بښنې نړۍوال سازمان وايي:«د بښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي او د یوناما له مشرې غواړي چې د ښځو، نجونو او لږکیو پر حقونو او دغه راز په دغه هېواد کې پر بشري ناورین د تمرکز په کولو سره بشري حقونو ته لومړیتوب ورکړي.»

د سیاسي چارو شنونکي، طارق فرهادي بیا و ویل: دوه شیان موږ ته یوناما نشي وړاندې کولای. د نجونو د ښوونځيو پرانیستل او اساسي قانون دا د سرپرست حکومت مسوولیت دی ځکه ژمنه یې کړې ده او باید په فعاله توګه پلې شي.

بل خوا د بشري حقونو د څار سازمان هم پر دې باور دی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب او تضمین لپاره کار ته اړتیا ده.

د دغه سازمان مرستیالې، هېدر بار و ویل: دا ښه خبر دی چې په افغانستان کې د یوناما فعالیتونه د نورو ۱۲ میاشتو لپاره وغځېدل. هغه کار چې د بشري حقونو څانګه یې له یوناما سره د بشري حقونو د وضعیت د څارنې په برخه کې کوي، خورا مهم دی ځکه چې وضعیت لا هم ښه شوی نه دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تر دې وړاندې ویلي و، په افغانستان کې یوناما د حقایقو په انعکاس کې د پام وړ فعالیت نه دی کړی او له دغه بنسټه یې غوښتي چې خپل راپورونه په بې پرې توګه وړاندې کړي.

بل پلو، یو شمېر نور نړۍوال سازمانونه هم په افغانستان کې د يوناما د ماموريت د غځېدو هرکلى کوي او وايي، په افغانستان کې پر بشري بېړني حالت غور بايد لومړیتوب وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه