Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۱۴۰۲ کال په لړ کې په هېواد کې د امنیت ضد پېښې او مرګ ژوبله یې

د طلوع‌نیوز موندنې ښيي چې په تېر یوه کال کې د هېواد په کچه څه باندې لس ځانمرګي بریدونه او چاودنې رامنځته شوې دي چې په پایله کې یې ۴۰ تنه وژل شوي او ۱۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه بریدونه د بغلان، بدخشان، بلخ او کابل په ولایتونو کې رامنځته شوې دي.
 
خو اسلامي امارت د امنیت تامین په هېواد کې د سرپرست حکومت یوه له لاسته راوړونو ګڼي، وايي هڅه کېږي چې د امنیت ضد پېښو مخه ونیولی شي.

د وري پر اوومه، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو پر وزارت برید، د غبرګولي پر ۱۶مه، د بدخشان ولایت پر سرپرست برید، د غبرګولي پر ۱۸مه،  د بدخشان د والي د مرستیال د فاتحې پر مراسمو چاودنه او د تلې پر ۲۱ مه، په پلخمري ښار کې د امام زمان پر تکیه خانې برید د دغو پېښو له مهمو هغو دي، چې ۲۶ تنه په‌کې وژل شوي دي.

د  دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب د ۱۴۰۲ کال د مرغومې پر ۱۰مه، د امنيتي او تصفيوي چارو د کمېسيون په خبري کنفرانس کې په افغانستان کې دامنيت ضد پېښو کې د تاجیکستاني او پاکستاني جنګياليو د لاس لرلو خبره وکړه او زياته يې کړه، چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د دوی په عملياتو کې يو شمېر دغه جنګيالي وژل شوي او لسګونه نور نيول شوي دي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي و:«هغه بریدونه چې په افغانستان کې پر جوماتونو، خانقاګانو او دیني عالمانو او د خلکو پر غونډو کېږي، په ټولو کې له بهرني وګړو په ځانګړې توګه له تاجیکستانيانو کار اخیستل شوی و.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم د دغو پېښو په هکله څرګنده کړې وه:«د هېواد په ډېریو ولایتونو کې هېڅ امنیتي پېښه نه‌ده رامنځته شوې. حتا په لومړۍ درجه ولایتونو کې هم، په تېر کال کې مو حتا یوه امنیتي پېښه نه‌ده لرلې.»

د طلوع‌نیوز د موندنو پر بنسټ، په ۱۴۰۱ کال کې د امنیت ضد په ۱۱ پېښو کې لږ تر لږه ۱۱۰ تنه وژل شوي وو او ۲۷۰ تنه نور ټپيان شوي وو.

په ۱۴۰۲ لمریز کال کې سرحدي ترینګلتیاوې هم پای ته ونه رسېدې. دا ترینګلتیاوې له ګاونډیانو په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان سره وشوې؛ خو اسلامي امارت وايي، ټولې نښتې لومړی د ګاونډیو هېوادونو له خوا پېل شوې دي. او سرپرست حکومت هېڅکله نه‌غواړي چې له ګاونډیانو سره یې اړیکې خرابې شي.

په وروستۍ پېښه کې یوه ورځ وړاندې پاکستاني الوتکو د پکتیکا او خوست ولایتونو ځينې برخې بمبار کړې او د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونو له یو بل سره نښته پېل کړه.

پاکستان ادعا کړې چې په دې پېښه کې یې د ټي‌ټي‌پي جنګیالي په نښه کړي، په داسې حال کې چې اسلامي امارت د دې پېښې په پایله کې د ماشومانو او ښځو په ګډون د اتو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر  ورکړ.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د پاکستان د وروستیو بریدونو په هکله وویل:«د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان بریدونه په کلکو ټکو غندي دا نه‌ارزول شوی اقدام د افغانستان پر خاوره تېری ګڼي.»

په تېر یوه کال کې پاکستان تل ادعا کړې چې سرپرست حکومت د ډیورنډ کرښې په ځینو برخو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک جنګیالیو ته ځای ورکړی دی، خو اسلامي امارت تل دغه خبره رد کړې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني ویلي دي:«په افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره پر یوې وېرې بدل شوی؛ ځکه هغه کسان چې دننه په افغانستان کې پټن‌ځای لري، هغوی دغه بریدونه ترسره کوي، لکه‌څرنګه چې لومړي وزیر هم هغوی ته په سمه توګه اشاره وکړه چې په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، په پاکستان کې ۶۵ سلنه بریدونه زیات شوي دي.»

خو د اسلامي امارت له لوري له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د نړۍ هېوادونو او ملګرو ملتونو سازمان بېلابېل نظرونه درلودل. ملګرو ملتونو سازمان د یوه راپور په خپرولو سره د اسلامي امارت لخوا د نشه‌یي توکو د تولید، پروسس او قاچاق د کموالي ستاینه کړې؛ خو د تاجیکستان د نشه‌یي توکو د کنټرول اژانس د ۱۴۰۲ کال د سلواغې پر ۱۷ ادعا وکړه چې په دغه هېواد کې  له افغانستانه د مخدره توکو د قاچاق په حجم کې هېڅ کموالی نه‌دی ثبت شوی.

 ايران هم له افغانستانه د نشه يي توکو پر قاچاق اندېښنه څرګنده کړه.

 امنیت شورا هم د ۱۴۰۲ کال د سلواغې میاشت کې په افغانستان کې د داعش ډلې په ګډون د ترهګرو ډلو د شتون په تړاو اندېښنه څرګنده کړه.
له ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف، او د امنیت شورا کې د امریکا استازي، له اسلامي امارته غوښتي چې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داعش پر وړاندې مبارزې ته مخه کړي.

اسلامي امارت دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ټينګار کړی چې داعش ډله په افغانستان کې ماته شوې ده.

پر بهرنیو چارو وزارت برید، د بدخشان ولایت پر سرپرست برید، د بدخشان د والي د مرستیال د فاتحې پر مراسمو چاودنه او د تلې پر ۲۱ مه، په پلخمري ښار کې د امام زمان پر تکیه خانې برید د دغو پېښو له مهمو هغو دي، چې ۲۶ تنه په‌کې وژل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه