کندهار کې د نن سهار (پنجشنبې) ځانمرګي برید ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید طلوعنیوز ته وايي، په دغه ځانمرګي برید کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
دغه پېښه د کندهار زړې قومندانۍ ته څېرمه د کابل بانک یوې څانګې ته نږدې شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د لومړنیو څېړنو پر بنسټ دغه پېښه د «خوارجو» له خوا شوې ده.
په دې اړه مو اندونه