Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران کې د افغان کډوالو پر نیولو، اېستلو او ځورولو نیوکې

په ایران کې ځینې افغان کډوال د دغه هېواد د پولیسو له لوري د کډوالو نیولو او ځورولو له دوامه شکایت کوي.

دوی وايي، د پولیسو له لوري د نیولو وېرې له امله په ښار او تفریحي ځایونو کې کم تګ راتګ کوي.

ایران کې افغان کډوال، اکبر سلطاني طلوع‌نیوز وویل: « موږ سره د ایراني پولیسو له لوري ډېر نامناسب چلند کیږي، که په پارک یا سړک کې افغان ونیسي نو ټلیفون او پیسې یې اخلي او که څه ورسره نه وي نو امنیتي حوزې ته یې لېږدوي.»

د کډوالو حقونو فعال، علي رضا کریمي هم وویل: « موږ له اسلامي امارته غواړو چې ژر تر ژره له ایراني چارواکو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له دفتر سره یوه غونډه ترسره کړي څو د افغانانو جبري اېستلو لپاره یوه حل لاره پیدا کړي.»

له دې سره سم، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په ایران کې د افغان کډوالو د نیونې بهیر د درېدو غوښتنه کوي او وايي، دمګړۍ هم د ایران په بندخونو کې شاوخوا ۷ زره افغان کډوال بندیان دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال، عبدالرحمن راشد طلوع نیوز ته وویل: « ایران کې شاوخوا ۷ زره بندیان لرو چې له دې ډلې ۱۰۰۰ تنه چې موږ ته یې راپور راغلی، ازاد شوي دي. موږ ډيپلماټیکې اړیکې لرو چې نور بندیان هم ازاد شي.»

د کډوالو چارو ځينې فعالان بیا وايي، اسلامي امارت باید د ایران په ګډون په کوربه هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ته جدي پام وکړي.

د کډوالو حقونو فعال، محمد خان طالبي په دې اړه وایي: « ایران دولت د اسنادو پرته کډوالو اېستل پیل کړي او دغه طرحه په ګړندۍ توګه د اجرا کېدو په حال کې ده چې کډوالو ته یې ګڼې ستونزې رامنځته کړي دي.»

ځینو ایراني رسنیو راپور ورکړی چې، ایران د نوروز په ورځو کې د کډوالو د نیولو او اېستلو بهیر پیل کړی او د نوروز رخصتیو تر پایته رسېدو به د دغه هېواد په تفریحي پارکونو او عامه ځایونو کې دوام ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه