د امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وایي چې د اسلامي امارت مشر شیخ هبتاالله اخندزاده شکایتونو د رسېدو په پار، د شکایتونو د اورېدو قانون توشیح کړی دی.
د یاد وزارت مرستیال سید علي صدیقالله وايي چې دغه قانون یوه سریزه، دوه څپرکي او ۲۳ مادې لري.
ښاغلی صدیقالله وايي، د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مکلف دی چې خلکو ته ښه چاپېریال رامنځته کړي، څو په ازاده توګه خپل شکایتونه ثبت کړي.
سید علي صدیق الله زیاتوي، دغه وزارت د خلکو د شکایتونو اورېدو ته ژمن دی:«د دغه قانون له مخې به انشاالله زموږ، تاسو او د ملت ترمنځ څومره واټن چې وو دغه واټن به له منځه ولاړ شي، د مظلومانو اوښکې به ورپاکې شي پر یتیمانو، بېوزلو او پر بې برخلیکه خلکو چې څوک ظلمونه کوي، د هغوی د مال، د سر، عفت او د عزت تحفظ به وشي.»
د امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د مرسیتال په وینا، تېر کال په کابل کې ۱۷۰۰ شکایتونه ثبت شوي چې ځينې یې د اسلامي امارت له مسوولانو او نظامیانو هم دي.
نوموړی همداراز زیاتوي، د اسلامي امارت او چارواکو له فعالیتونو د خلکو رضایت د شکایتونو د کموالي سبب شوی دی.
سید علي صدیقالله څرګندوي:«سږکال الحمدالله چې ولس او حکومت سره پوه شول، د یو بل په خوی او بوی سره بلد شول، د شکایتونو کچه په کابل کې راټيټه شوه او ۱۷۰۰ شکایتونو ته راورسېده.»
د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د شکایتونو د اورېدو او تصنیف رییس موسي کلیم عاصم هم وايي:«که پرته له شکایت څخه معلومه شي چې، د امارتي ادارو لخوا د خلکو حقونه تلف شوي دي، وزارت یې په مستقیمه توګه د موضوع بشپړ راپور دې اړوندو ادارو او د امیرالمومنین مقام ته دې وړاندې کړي.»
د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، ښځې هم حق لري چې خپل شکایت ثبت کړي او هېوادوال کولای شي خپل شکایتونه په ۲۴ ساعته توکه له دغه وزارت سره شریک کړي.
د دغه وزارت چارواکي وايي، د اسلامي امارت په لومړي کال کې په ټول هېواد کې شاوخوا ۵ زره شکایتونه ثبت شوي وو.
په دې اړه مو اندونه