Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا د سنګ‌سار د حکم د اجرا کېدو په هکله د نړۍ اندېښنه بې‌ځایه ده

اسلامي امارت وايي چې په هېواد کې پر ښځو د سنګ‌سار د حکم د اجرا کېدو په هکله د ملګرو ملتونو سازمان اندېښنه بې‌ځایه ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي چې سنګ‌سار یو شرعي حکم دی او نړۍ باید هغه ناسم تعبیر نه‌کړي.

ښاغلي مجاهد طلوع‌نیوز ته وویل:«له شک پرته، سنګ‌سار د شریعت یو حکم دی، خدای مه‌کړه که‌چېرې بیا هم شرایط یې برابر شي، له شک پرته اللهي احکام تطبیق وو؛ که هغه لومنځ وي او که سنګ‌سار، موږ هغه عملي کوو.»

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق په افغانستان کې د ښځو د سنګ‌سار د سزا عملي کېدل ناهیلوونکي بللي وو او ویلي یې و چې په دغه هېواد کې پر ښځو لګول شوي بندیزونو باید لغوه شي.

فرحان حق ویلي:«لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، موږ په پرله‌پسې ډول په افغانستان کې د بېلابېلو فرمانونو په اډانه کې له ښځو سره د ناوړه چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دغو فرمانونو د لغوه کېدو غوښتنه مو کړې ده. موږ په افغانستان او نړۍ کې د ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره خپلو فشارونو ته دوام ورکوو.»
  
د ښځو د حقونو فعاله فاضله سروش څرګنده کړه:«دا چې په افغانستان کې د ښځو حقونه نقض شوي، هغوی له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو څخه محروم دي؛ که‌چېرې اسلامي امارت د ښځو د سنګ‌سار بدیل جرم انتخاب کړي، په نظرم مې ښه دی.»

که څه هم د نړۍ ځينې بنسټونو او هېوادونو تل په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په تړاو پر هغه څه چې له بشري حقونو یې سرغړونه ګڼي، نیوکې کړي‌؛ خو اسلامي امارت ویلي، چې په افغانستان کې د ټولو وګړو حقونه د اسلامي  قوانینو په رڼا کې خوندي دي.
 
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق په افغانستان کې د ښځو د سنګ‌سار د سزا عملي کېدل ناهیلوونکي بللي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه