Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ترهګرۍ سره د اسلامي امارت د مبارزې پر ژمنتیا د واشنګټن ټينګار

په سیمه او نړۍ کې د داعش د فعالیتونو د زیاتېدو په تړاو له اندېښنو سره هم مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د ترهګرو ډلو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې په تړاو څرګندونې کړې دي.

د امریکا دبهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، واشنګټن باید دا ډاډ ترلاسه کړي چې، افغانستان به د ترهګرو پر امن ځالې بدل نشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مېتیو مېلر و ویل: "موږ به پر طالبانو تر هغو فشار راوړلو ته دوام ورکړو چې، له نړۍوالې ټولنې سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلې کړې ژمنې په بشپړه توګه عملي کړي. موږ طالبانو ته دا په ډاګه کړې چې، د هغوی مسوولیت دا دی چې، دا ډاډ ترلاسه کړي چې، د القاعدې او داعش په ګډون د ترهګر لپاره هیڅ پناه ځای نشته."

خو اسلامي امارت تل په افغانستان کې د ترهګرو د حضور مساله رد کړې او یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې، هېڅ ډله د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته څه ګواښ نشي پېښولی.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې تړاو و ویل: واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، داعش په بشپړه توګه په افغانستان کې ځپل شوی دی. که یو یا دوه سلنې په کوم ځای کې پاتې وي، نور یې ټول زور لمنځه تللی دی.

د سیاسي چارو شنونکی، شمس الرحمن احمدزي و ویل: دوی چې پر افغان حکومت تورونه پورې کوي چې په افغانستان کې بیلابیلې ترهګرۍ ډلې روزل کیږي، دا څرګندونې هیڅ وخت حقیقت نه مومي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز وايي، په افغانستان کې د امریکاییانو نیول کېدل له طالبانو سره د واشنګټن د مثبت تعامل پر وړاندې جدي خنډ دی.

دغه مساله اسلامي امارت لا تر اوسه نه تأیید او نه یې هم رد کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مېتیو مېلر و ویل: "موږ د طالبانو له استازو سره د کتنو په ګډون په دوامداره توګه په افغانستان کې د رایان کوربټ او نورو نیول شویو امریکاییانو د بېړني خوشې کېدو لپاره فشار راوړو. موږ طالبانو ته په ډاګه کړې چې، دغه نیونې د مثبت تعامل پر وړاندې جدي خنډ دي او موږ به دغې چارې ته همداراز دوام ورکړو. موږ له هر اهرمه استفاده کوو؛ څو رایان او نور امریکاییان چې په ناحقه بندیان شوي له افغانستان بېرته خپلو کورونو ته راولېږدول."

د ترهګرۍ پر وړاندې د آمریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې په داسې حال کې دي چې، په دې وروستیو اونیو کې په افغانستان، روسیې او ځینو نورو هېوادونو کې د داعش مسالې غبرګونونه راپارولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه