Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت: صنعتي نشه يي توکي له ګاونډیو هېوادونو رالیږدول شوي

په هېواد کې د نشه يي توکو د صنعتي تولید د زیاتېدو په تړاو له اندېښنو سره هم مهاله کورنیو چارو وزارت وايي، د نشه يي توکو صنعتي تولید د ګاونډيو او د سیمې له هېوادونو افغانستان ته رالېږدول شوی دی.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، د هېواد په ځينو برخو کې په پټه د ځينو کسانو له لوري صنعتي نشه يي توکي تولیديږي؛ خو په وینا یې د هغو د موندنو لپاره هم هڅې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع و ویل: موږ په دې تړاو اوریدلي چې ځینې صنعتي شوي خو دا د سیمې له هېوادونو او کوم هېوادونه چې تاسې یاد کړل له هغو را واردیږي. خو اسلامي امارت په دې تړاو ډير جدي دی او خپلې پلټنې یې په دې تړاو کړې دي. د نشه يي توکو د صنعتي کولو په تړاو چې هر نوی کشف کیږي  موږ یې په تړاو جدي یو او اجازه نه ورکوو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته نړۍوالې ټولنې او همداراز نړۍوالو سازمانونو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره هېڅ راز همکاري نه ده کړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع  زیاته کړه: موږ چې تل له ملګرو ملتونو اروپايي ټولنې او د نړۍوالې ټولنې له نورو استازو سره غونډه کړې موږ ترې غوښتي چې په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي. خو عملاً تر اوسه موږ سره همکاري نه ده شوې.

اسلامي امارت په هېواد کې د نشه يي توکو کرکېله، تولید او قاچاق منعه کړی دی.

یو شمېر کروندګر بیا دوی ته د بدیلو کښتونو پر نه برابرېدو نیوکې لري او په دې برخه کې مرستو او همکاریو ته په تمه دي.

کروندګر عبدالسلام طلوع نیوز سره په خبرو کې و ویل: کوکنار او چرس که تاسې و نه کرئ نو د حکومت له لوري به تاسې ته کیمیاوي سره او غنم او نور څه درکول کیږي.

یوه بل کروندګر، پر دل هم په دې تړاو داسې و ویل: موږ خو کوکنار نه دي کرلي خو موږ سره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې، موږ سره باید مرسته و شي.

تر دې مخکې ایران او روسیې په افغانستان کې د نشه يي توکو د صنعتي تولید په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې، په افغانستان کې د نشه يي توکو په تولید او همداراز قاچاق کې هېڅ کمښت نه دی راغلی.

خو ملګرو ملتونو بیا په خپلو راپورونو کې په وار وار ویلي چې، په افغانستان کې د نشه يي توکو په کرکېلې، تولید او قاچاق کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، د هېواد په ځينو برخو کې په پټه د ځينو کسانو له لوري صنعتي نشه يي توکي تولیديږي؛ خو په وینا یې د هغو د موندنو لپاره هم هڅې روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه