Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا د خیبرپښتونخوا په وروستي برید کې د افغانستان لاس لرل رد کړل

اسلامي امارت د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې هغه ادعا چې ګواکې افغانستان د خیبرپښتونخوا ایالت په وروستي برید کې لاس لرلی، رد کړې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغې ادعا له ردولو سره بیاځلې ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

د اسلامي امارت ویاند ویلي:«په پاکستان کې د امنیت راوستل د پاکستان د امنیتي ځواکونو دنده ده. هغوی په دې برخه کې ډېر لګښت لري، کله چې ناکامېږي، خلکو ته د توجیه لپاره دا ډول تورونه پورې کوي چې د خلکو ذهنیت بدل کړي.»

 له دې مخکې د خیبر پښتونخوا ایالت د ترهګرۍ ضد ادارې ادعا کړې چې په خیبرپښتونخوا کې د چینايي انجینرانو د موټر پر کاروان په وروستي برید کې افغانستان لاس لرلی دی.  د خیبرپښتونخوا له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې له قوله د پاکستان ځينو رسنیو راپور ورکړی چې د دغه مرګوني برید له چاودېدونکو توکو ډک موټر په افغانستان کې چمتو او بیا د چمن له لارې د پاکستان بلوچستان ایالت ته او له هغه ځایه بیا ‌ډېره اسماعیل خان ته لېږدول شوی دی.

دغې ادارې همدارنګه ویلي چې د دغې پېښې په تړاو یې څلور تنه نیولي دي.

په راپور کې راغلي:«په مرګوني برید کې کارول شوی له چاودېدونکو توکو ډک موټر په فغانستان کې چمتو شوی او وروسته د پاکستان - افغانستان د بلوچستان له لارې د ډېره اسماعیل خان دارازیندا سیمې ته لېږدول شوی دی.»

بل خوا د سیاسي چارو ځيني شنونکي پر دې باور دي چې پاکستان د دغه هېواد د امنیت د ټينګښت وس نه‌لري او له همدې امله د تور ګوته افغانستان ته نیسي.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«ښايي پاکستان دغه خبرې د خپل کورني لګښت لپاره کړې وي؛ خو مهمه دا ده چې ایا چینایان دغه روایت مني او کنه؟ دم‌ګړۍ چینایانو په دغې سیمه کې خپل کار درولی دی.»

اووه ورځې وړاندې دپاکستان دخيبرپښتونخوا په شانګله سيمه کې د چينايي انجينرانو پر موټر ځانمرګی بريد وشو، چې په پایله کې یې پنځه چینایي انجینران او یو پاکستانی ووژل شول.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه