Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فطرت: ا.ا په هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی

اسلامي امارت د شانګهاي همکاریو سازمان د ملي امنیت سلاکارانو په غونډه کې د یو شمېر هیوادونو اندېښنې بې ځایه ګڼي.

اسلامي امارت بیا په هېواد کې د ترهګریزو ډلو حضور ردوي او وايي، د ترهګریزو ډلو پر وړاندې د سرپرست حکومت مبارزه په جدي توګه روانه ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، د افغانستان خاوره خوندي ده او د هیڅ هیواد پر ضد به ونه کارول شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت طلوع نیوز ته و ویل: د نړۍ هېوادونو او د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان خاوره به د دوی پر خلاف نه کارول کیږي او نه به له افغانستانه دوی ته کوم ګواښ متوجه وي.

د شانګهای د همکاری سازمان د ملي امنیت د سلاکارانو په نولسمه غونډه کې د روسیې، هند او قزاقستان په ګډون یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور او د سیمې هېوادونو ته یې د ګواښونو له امله اندېښنه وښوده.

د روسیې ټاس خبري اژانس د روسیې د ملي امنیت د سلاکار له قوله ویلي، یادو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر خپل کړو ژمنو عمل وکړي.

د روسیې د ملي امنیت سلاکار، نیکولای پاتروشف و ویل: "د پلاوو مشرانو د افغانستان له اوسنیو چارواکو وغوښتل چې، د ترهګرۍ او همداراز په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو چې، د شانګهای د همکاریو سازمان لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي، پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي."

د نړۍوالو چارو شنونکي، طارق فرهادي په دې تړاو و ویل: داعش داسې یوه ډله ده چې له ټولو سره یې دښمني ده. خو د خدای شکر دی چې پر مسکو برید کوونکو یوه یې هم افغاني پاسپورټ نه درلود.

د هندي رسنیو د راپور لمخې، په یاده غونډه کې د هند د ملي امنیت سلاکار بیا ویلي، په افغانستان کې د ټول ګډوني حکومت جوړېدل، د ښځو او لږکیو د حقونو ساتنه په دغه هېواد کې د شانګهای د همکاریو سازمان له بېړنیو لومړیتوبونو دي.

د نړۍوالو چارو یوه بل شنونکي، نجیب الله شمال په دې تړاو و ویل: د دغه سازمان په وروستۍ غونډه کې یو ځل بیا له افغانستان پېښېدونکو ګواښونو په تړاو خبرې شوې دي او د شانګهای سازمان غړو هېوادونو یو ځل بیا د افغانستان له اوسني حکومت غوښتي چې که په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه وي د لمنځه وړلو لپاره یې لازم اقدامات وکړي.

د شانګهای د همکاریو سازمان دغه دوه ورځنۍ غونډه چې، د قزاقستان په پلازمېنه اساتنه کې پیل شوې وه، د ۵شنبې په ورځ پایته ورسېده.

تر دې مخکې د آمریکا بهرنیو چارو وزارت هم د ترهګریزو ډلو پر وړاندې د سرپرست حکومت پر مبارزې ټینګار کړی وو او همداراز یې په ډاګه کړې وه، واشنګټن باید دا ډاډ ترلاسه کړي چې، افغانستان د ترهګرو پر امن ځالې نه بدلېږي.

د شانګهای د همکاری سازمان د ملي امنیت د سلاکارانو په نولسمه غونډه کې یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور او د سیمې هېوادونو ته یې د ګواښونو له امله اندېښنه وښوده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه