د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیبالله حقاني په هېواد کې د فېسبوک خواله رسنۍ د بندېدو لپاره د دغه وزارت د پالیسۍ له بشپړېدو خبر ورکوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست له طلوع نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې وایي چې د هېواد ځوانان دمګړۍ زدهکړو ته اړتیا لري او باید په ټولنیزو رسنیو بوخت ونه اوسي.
نجیبالله حقاني وویل:«زموږ او تاسو ځوانان په داسې حال کې چې هغو له علمي پلوه سره کمزوري دي، اکثریت داسې دي چې بې تعلیمه دي، بیا له دغه شي سره دومره وخت ضایع کول په دې باندې پیسې ضایع کول، دا خو د ملت په ګټه ده. د دې لپاره اوس پالیسي جوړه ده چې دا محدود کړو او مسدود یې کړو.»
ورته مهال نحیبالله حقاني وايي چې د تېر حکومت پر مهال د هېواد د جغرافیې پر ډېرې برخې دوی حاکمیت درلود او له همدې امله مخابراتي شبکو د خپلو سایټونو د امنیت د ساتلو لپاره اسلامي امارت ته پیسې ورکولې.
ښاغلی حقاني دغه راز زیاتوي، چې د سایبري جرایمو د مخنیوي لپاره هم په هېواد کې هڅې شوې او ټاکل شوې ده، په دې برخه کې یو لابراتوار هم جوړ شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست څرګنده کړه:«هلته خو امنیت موږ نیولی و، پخوا موږ امنیت ټینګ کړی و او د هغوی د فعالیت لپاره موږ زمینه برابره کړې وه، دوی د څه شي محصول اخیسته.»
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست وایي چې، اوسمهال په درې ګونو امنیتي ادارو او پوهنې وزارت کې ۲۴۱ فعال سیسټمونه لري او په نږدې راتلونکي کې څو نورو وزارتونو ته هم د نویو سیسټمونو د جوړېدو خبره کوي.
نجیبالله حقاني وویل:«څو میاشتې مخکې زموږ ټيمونو کار پېل کړ چې، د ټولو وزارتونو سیسټمونه سروې کړي او د هغوی مشخصات راټول کړي چې، موږ وکولای شو سیسټمونه له یو بل سره وصل کړو او خپلو عوامو ته یو قسم سهولت ورکړو.»
په دې مرکه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست ټينګار کوي هېڅوک حق نهلري چې، د چا شخصي حریم نقض کړي او زیاتوي چې د اړتیا په صورت کې یوازې امنیتي ادارو ته اجازه ورکوي چې د امنیت ضد پېښو د مخنیوي او د مجرمو کسانو د تعقیب لپاره د هغوی ځای ته لاسرسی ولري.
په دې اړه مو اندونه