Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امنیتي حوزو ته د امنیت د ښه ټینګښت په موخه موټرسایکلونه وېشل شوي

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، د امنیتي ځواکونو ګزمې لپاره د کابل ښار ټولو امنیتي حوزو باندې موټرسایکلونه ووېشل شول.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند طلوع نیوز، خالد ځدراڼ ته وايي، د موټرسایکلونو له وېشلو موخه د اختر په ورځو کې د هېوادوالو د لا ښه امنیت ټینګښت دی.

خالد ځدراڼ زیاته کړه: « د لوی اختر په مناسبت د امنیتي تدابیرو په موخه د کورنیو چارو وزارت له خوا سلګونه موټرسایکلونه د کابل امنیه قومندانۍ ته وسپارل شول. پولیس د دې موټرسایکلونو سره په ښار کې ګزمې کوي ترڅو زموږ هېوادوال اختر د خوښۍ په فضا کې ولمانځي.»

د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې امر، عبدالرحیم اجمل هم وویل: « موخه دا ده چې د تل لپاره په سیمه کې د ګزمې موټرسایکل وي او دا کار ګټور تمام شوی دی.»

په همدې حال، د کابل ښار کې امنیتي ځواکونه وايي، په هېواد کې د امنیت ټينګښت د دوی ورځنی مسوولیت دی.

د پولیسو سرتیري، احسان الله وویل: « د اسلامي امارت ځواکونه د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې ګومارل شوي دي او د هغو کسانو امنیت برابروي چې د سودا او تفریح ​​لپاره راځي.»

بل‌خوا، د کابل ښار اوسېدونکي د امنیت په ټينګښت کې د اسلامي امارت د ځواکونو هڅې ستايي او ډاډ ورکوي چې په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د کابل اوسېدونکي، وحید حسین هم وویل: « موږ کولی شو د شپې تر یوې هم لاړ شو او راشو. کومه ستونزه نشته. که په همدې توګه امنیت ونیسي، دا ډېره ښه ده.»

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند دغه راز له هېوادوالو غواړي، چې د اختر په ورځو کې له هوایي ډزو،  د پټاکیو، د پلاستیکي تمانچو او ورته نورو هغو شیانو له پلورلو ډډه وکړي چې عامه نظم ګډوډي او که چېرې څوک سرغړونه وکړي، قانون چلند به ورسره وشي.

شریک یي کړئ