د ایران د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوِي په کابل کې ویلي چې په ایران کې د اسلامي امارت مخالفان د کډوالو په توګه اوسېږي او د سیاسي فعالیت اجازه نهلري.
د ارګ په وینا، سید حسن مرتضوي له مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې زیاته کړې تهران هڅه کوي چې د اسلامي امارت او د سیمې هېوادونو ترمنځ د مثبت تعامل لار پرانیزي.
د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د مطبوعاتو او تشریفاتو رییس محمد حسن حقیار په دې هکله وايي:«دواړو لورو یو بل ته ډاډ ورکړ چې، اجازه نهورکوي چې له خپلې خاورې د ګاونډي هېواد پر ضد سیاسي او پوځي خوځښتونه وشي.»
د سیاسي چارو شنونکی شمس الرحمن احمدزی هم څرګندوي:«ایران او افغانستان ګډه پوله لري او له هر پلوه له یو بل سره ژورې اړیکې لري چې، هېڅکله لهمنځه نهوړل کېږي، له همدې امله دوی [ایرانیان] نهغواړي چې د دوی [اسلامي امارت] د سیاسي مخالفانو ملاتړ وکړي.»
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ایران د سفیر له مرستیال سره په کتنه کې پر اسراییلو د تهران برید د دفاع مشروع حق بللی دی.
مولوي عبدالکبیر د کابل او تهران د اړیکو پر پراختیا د ټینګار تر څنګ زیاته کړې چې اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښه تعامل غواړي.
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«حکومت په تېرو څو کلونو کې وتوانېد چې له ګاونډیانو سره خپلې اړیکې عادي کړي؛ کولای شو چې د چین نوم واخلو، ان د اسلامي امارت سفیر یې ومنه.»
د ایران د سفیر مرستیال دغه راز ټینګار وکړ، چې د ایران او اسلامي امارت ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شویو هوکړو د پلېتابه لپاره د زمینې برابرولو ترڅنګ، په اقتصادي، سوداګریزو او روغتیایي برخو کې له سرپرست حکومت سره همکارۍ ته چمتو دی.