Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قانوني افغان کډوالو ایستلو ته د خیبرپښتونخوا ایالت د ویاند غبرګون

له پاکستانه د افغان کډوالو په جبري توګه ایستلو په لړ کې، تازه د خېبرپښتونخوا ایالت ویاند محمدعلي سیف ویلي چې له پاکستانه د قانوني افغان کډوالو ایستل د کابل او اسلام‌اباد پر اړیکو منفي اغېز لري.

د خیبرپښتونخوا ایالت ویاند ټینګار کړی چې په پاکستان کې قانوني افغان کډوال باید ونه ځورول شي او له دغه هېواده ونه ایستل شي.

محمد علي سیف زیاتوي:«په پاکستان کې د قانوني اسنادو درلودونکي افغان وګړي باید ونه‌ځورول شي او ونه‌ایستل شي؛ ځکه دا ډول اقدامات د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې خرابوي.»

بل خوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو پرېکړه یوه اړخیزه او د دواړو هېوادونو په زیان ده.

ښاغلی حقاني ټینګار کوي چې، کابل او اسلام اباد باید د کډوالو موضوع د یوه میکانیزم له مخي حل کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند زیاتوي:«دا یوه اړخیزه پرېکړه نه د افغانستان او نه هم د پاکستان په ګټه ده او د افغان کډوالو موضوع دوه اړخیزه مسئله ده او د دغې ستونزې د حل لپاره د دواړو هېوادونو چارواکي باید کار وکړي او یوه حل لار ورته پیدا کړي.»

ورته مهال ځينې افغان کډوال وايي، په پاکستان کې له بد وضعیت سره مخ دي او سرپرست حکومت باید د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

په پاکستان کې یوه افغان کډوال طلوع‌نیوز ته وویل:«موږ دلته له ځینو ستونزو سره مخ یو او له اسلامي امارته غواړو چې زموږ ستونزو ته رسېدنه وکړي.»

په پاکستان کې یو بل افغان کډوال هم وايي:«دلته هغه کسان چې ویزه هم لري، د پاکسان پولیس هغوی سخت ځوروي او موږ بیرون په ازاده توګه تګ راتګ نه‌شو کولای.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، تېره ورخ (یکشنبې) نږدې ۷۰۰ تنه افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي وو، چې هېواد یې دا مهال د هغو کډوالو په تړاو کوم پلان نه‌لري، چې ACC کارتونه لري.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو پرېکړه یوه اړخیزه او د دواړو هېوادونو په زیان ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه