Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: درې ګاونډي هېوادونه له داعش ملاتړ کوي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي د افغان- قزاق نړۍوال نندارتون په پرانیستغونډه کې و ویل، د افغانستان درې ګاونډي هېوادونه د داعش ملاتړ کوي.

امیر خان متقي دغه راز وایي، د داعش پټنځایونه په افغانستان کې نشته.

که څه هم نوموړی د کوم هېواد نوم نه اخلي خو وایي، درې ګاونډي هیوادونه د داعش ملاتړ کوي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیر خان متقي و ویل: په افغانستان کې الحمدلله د داعش ځالې نشته. متاسفانه زموږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه تیاریږي، افراد تیاریږي. چې موږ او تاسې ولیدل چې د نړۍ په بیلابیلو برخو کې پېښې ترسره کړې.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغان- قزاق نندارتون د پرانیستې مراسمو کې وایي، اسلامي امارت له نږدې درېیو کلونو راهیسې هڅه کوي د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې ولري.

میر خان متقي ټینګار کوي چې کابل په وروستیو څو ورځو کې د اسلامي همکاریو سازمان، روسیې، مالیزیا، اروپايي ټولنې او قزاقستان په ګډون یو شمېر هیوادونو د لوړپوړو پلاوو کوربه وو.

ښاغلی متقي له لویدیځ هم غواړي چې له اسلامي امارت سره مثبتې اړیکې جوړې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي و ویل: تاسې یې وینئ چې په دې وروستیو څو ورځو کې کابل د ډيرو لوړپوړو پلاو کوربه وو. د اسلامي همکاريو سازمان لوړپوړي پلاوي دلته مسلسل مجالس درلودل، د روسیې فدراسیون لوړپوړی پلاوی راغلی و، ګټور مجالس ترسره شول.

د رییست الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر په دې تړاو څرګنده کړه : تاسې شاهد یاست چې الحمدلله افغانستان په سیاسي میدان کې د سیمې له هېوادونو او ګاونډیو سره قوي سیاسي اړیکې لري او دا اړیکې مخ په وده روان دي

ښاغلی متقي د خپلې وینا په یوه برخه کې له فلسطینیانو د ملاتړ ترڅنګ امریکا په غزې تړانګه کې د بشري حقونو پر نقض تورن کړه.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیر خان متقي و ویل: امریکا پخپلو اعلامیو کې د افغاستان پر اسلامي امارت باندې د بشر د حقونو د نقض تورونه لګوي نو موږ دوی ته دا وایو چې تاسې په فلسطین کې څه وکړل، تاسې په غزه کې څه وکړل

د اسلامي امارت چارواکو د معلوماتو لمخې اسلامي امارت دمګړۍ په ۳۸ هیوادونو کې سیاسي استازولۍ لري او دغه استازولۍ په دوامداره توګه خپلې چارې پر مخ وړي.

شریک یي کړئ