Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلام اباد غونډه؛ د افغانستان په تړاو د چین خوشبینۍ او د پاکستان نیوکې

د اسلام اباد د سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ او د جرمني انسټیټیوټ له خوا (پاکستان په راپورته کېدونکي جیو پولیټیک لیدلوري کې) تر عنوان لاندې یو ورځنی نړۍوال کنفرانس جوړ شوی.

د چین استازي په اسلام اباد کې د پاکستان په راپورته کېدونکي جیو پولیټيک لیدلوري کې تر سرلیک لاندې غونډه کې ویلي، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته  په دغه هېواد کې مثبت بدلونونه راغلي دي.

په دغه غونډه کې د چین استازي د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته د مثبتو بدلونونو په تړاو خبرې وکړې او و یې ویل، طالبانو په افغانستان کې واک، حاکمیت او خپلواکۍ ته تر رسیدو وروسته په دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو کې د باور او ورورولۍ فضا رامنځته کړې ده.

د چین استازي ، يي هیلین و ویل: (واک ته د طالبانو بیا راستنېدو مثبت بدلونونه له ځان سره درلودل او په لومړي ګام کې، د بهرنیو ځواکونو وتل په افغانستان کې خپلواکۍ ته د رسېدو لپاره نوې دریڅه پرانیزي. په افغانستان کې حاکمیت او یووالي په دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو کې د همکارۍ لپاره د ورورولۍ فضا رامنځته کړې ده.)

خو د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی یو ځل بیا ادعا کوي چې د ټي ټي پي ډیری غړي د پاکستان پر وړاندې د خپلو بریدونو پروګرامونه د افغانستان په خاوره کې جوړي.

آصف علي درانی ټینګار کوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وورسته داسې ګمان کیده چې په افغانستان کې سوله به د سیمې د سولې لامل شي خو دا تمه لنډ مهالې وه.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی، اصف علي دراني وايي: ( په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو بریدونه په داسې حال کې زیات شوي چې د دغو بریدونو د ترسره کیدو لپاره د افغانستان له خاورې ګټنه د پاکستان لپاره یوه جدي اندېښنه ده، زموږ لپاره یوه بله د اندېښنې وړ مسله په دغو بریدونو کې د افغان وګړو ګډون دی.)

د سیاسي چارو شنونکي، عزیز معارج په دې تړاو طلوع نیوز ته و ویل: پاکستان باید خپل امنیت خپله تامین کړي. دا ټي ټي پي له کومې لارې افغانستان ته راننوځي او له کومې لارې بېرته ځي، دوی خو اغزن سیم هم تېر کړی دی.

سره له دې چې اسلامي امارت د ښاغلي دراني د دغو څرګندونو په تړاو څه نه وايي خو تر دې وړاندې یې په ځلونو ټینګار کړی چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې نشته او کابل اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکارول شي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی یو ځل بیا ادعا کوي چې د ټي ټي پي ډیری غړي د پاکستان پر وړاندې د خپلو بریدونو پروګرامونه د افغانستان په خاوره کې جوړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه