Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

آیساف: امریکا افغان هوایي پوځ ته ۲۰ الوتکې ورکوي

د آیساف ویاند د سې شنبې په ورځ ویلي، چې واشنګټن ژمنه کړې چې ډير ژر به د افغانستان هوايي پوځ ته شل جنګي الوتکې ورکړي.

د ايسف وياند وايي د امريکا په ګډون د ايسف غړي هيوادونه هڅه کوي چې د افغانستان هوايي پوځ پياوړی کړي.

بلخوا ملي دفاع وزارت وايي د دې الوتکو په ترلاسه کولو سره به د هوايي ځواک په برخه کې د افغانستان ډيری ستونزي له منځه ولاړي شي.

پياوړی او سمبال هوايي ځواک د هر هيواد د پوځ بنسټ دی.

افغانستان هم هڅه کوي د سمبال او پياوړي هوايي او ځمکنيو ځواکونو په لرلو سره، خپل کورنی او بهرنی امنيت ټينګ کړي په داسې حال کې چې افغان ځواکونه په اوسني وخت کې له نيمګرتياوو او ننګونو سره مخامخ دی، تمه کيږي چې په نږدې راتلونکي کې د هيواد هوايي ځواک په جنګي الوتکو سمبال شي.

ايساف هم پر دې ټکي ټينګار لري.

د آیساف ویاند، جنرال کونتر کتس وویل: «موږ پوهيږو چې افغانان د ځواکونو د سمبالتيا په اړه انديښمن دي، که څه هم موږ د دغو پوځيانو لپاره ډير پوځي وسايل برابر کړي دي، خو ځينې نيمګړتياوې چې افغان ځواکونه ورسره مخامخ دي، بايد ومنو، موږ تل هڅه کړې چې د نړۍ د هيوادونو په همکارۍ دغه نيمګړتياوې پوره کړو، د بيلګې په توګه د امريکا هوايي ځواکونو ژمنه کړې چې شل جنګي الوتکې د افغان هوايي ځواک په واک کې ورکړي.»

د افغانستان هوايي ځواکونه په اوسني وخت کې ان د ترانسپورت په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

له دې سره سره داسې ښکاري چې په خپلواکه توګه د عملياتو ترسره کولو ته د افغان هوايي ځواک رسيدل وخت ته اړتيا لري.

خو د ملي دفاع وزارت په دې باور دی چې د دغو الوتکو په ترلاسه کولو سره به يو شمير ستونزې اوارې شي.

د ملي دفاع د وزارت ویاند، جنرال ظاهر عظیمي وویل: «داسې ژمنې شوې چې د ۲۰۱۳ کال په اوږدو کې به شل الوتکې راکړل شي، له دغو الوتکو څخه به په دوو برخو لومړی د جګړې ملاتړ، بم اچولو او دوهم د کشف په برخه کې کار واخستل شي.»

ظاهرا د افغانستان په هوايي ځواکونو کې نيمګړتياوې او ناتوانۍ د دې لامل شوې چې تراوسه هم په هيواد کې هوايي عمليات د بهرنيو پوځيانو په مرسته ترسره شي.

د ملي دفاع وزارت هم دغه اړتيا مني.

جنرال ظاهر عظیمي زیاته کړه: «د آیساف ځواکونو له موږ سره په همغږۍ کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د عملیاتو پر مهال هوایي همکاري کوي، دا له پخوا نه دوام لري او دوی له موږ سره په وردوج کې هم دغه همکاري لري.»

تمه کيږي چې افغان هوايي ځواک تر راتلونکو څو کلونو پورې په جنګي، ترانسپورتي او همداراز بې پيلوټه استخباراتي الوتکو سمبال شي.

لکه څنګه چې د دولت او نړيوالې ټولنې لخوا تر ډيره افغان هوايي ځواک ته پاملرنه کيږي، له دې سره سره د افغانستان د بهرني امنيت ټينګښت د هيواد د هوايي ځواکونو په پياوړتيا پورې تړلی بلل کيږي.

د آیساف ویاند د سې شنبې په ورځ ویلي، چې واشنګټن ژمنه کړې چې ډير ژر به د افغانستان هوايي پوځ ته شل

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه