Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

احمد ضیا مسعود: طالبان پر کابل د برید لپاره چمتووالی نیسي

د افغانستان د ملي لویې ټلوالې تر نامه لاندې سیاسي بهیر مشرتابه غړی احمد ضیا مسعود وايي چې طالبان پر کابل د برید چمتووالی نیسي او که‎څه هم حکومت له دغه چمتووالي خبر دی خو هېڅ اقدام نه کوي.

هغه همدارنګه حکومت له طالبانو سره مرستې او لاس لرلو تورنوي او زیاتوي چې حکومت له طالبانو سره مالي او حتا پوځي تجهیزاتي مرسته کوي.

دغه ټلواله د هېواد د وضعیت په ځانګړه توګه امنیتي وضعیت په اړه کابل کې خبري غونډه جوړه وکړه.

په دې غونډه کې د کابل تر دروازو د طالبانو د پراخو فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده شوه.

د افغانستان د ملي لویې ټلوالې اجرايي رییس احمد ضیاء مسعود په دې اړه وویل:«د دې احتمال چې طالبان په کابل او یا هم پر یوه بل ولایت برید وکړي له تصوره لیرې نه دی؛ دوی په همغږۍ کې دي؛ او طالبانو او هم حکومت؛ چې د سولې بهیر ته څه ډول کار وکړي؛ د دې په بیه چې دوی وکړای شي په ولایتونو کې دا بریدونه وکړي، په دې ترتیب زه له تاسو ټولو د کابل خلکو ته بلنه درکوم چې ټول خپل چمتووالی ولري.»

احمد ضیا مسعود حکومت له طالبانو سره په همکارۍ تورن کړ.

هغه زیاته کړه:«د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د طالبانو تمویلونکې او تجهیزاتي سرچینه په خپله حکومت دی؛ طالب ته وايي چې راځه دننه موږ له تا سره کار نه لرو؛ کله چې راغلل د پوځي قطعاتو ټول امکانات هغوی ته تسلیم وي او موږ له دې هم خبر لرو چې دوی له طالبانو مالي ملاتړ هم کوي.»

د افغانستان د ملي لویې ټلوالې غړی همایون همایون په دې اړه وویل:«دا ولسمشر باید ژر تر ژره لیرې کړل شي او کسان او اشخاص باید هغه تشخیص کړي.»

که څه هم د یادو ادعاو په هکله د حکومت د نظر په اخیستو ونه توانېدو خو ولسمشرۍ ماڼۍ له دې وړاندې ویلي، اوسنۍ ستونزې په مخکيني حکومت کې د هغو کسانو میراث دي چې اوس په بېلابېلو پلمو پر حکومت نیوکې کوي.

شریک یي کړئ