Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اروپايي ټولنه:موږ پر طالبانو د وسلو پلور څېړو

اروپايي ټولنه پر طالبانو د دولتي ځواکونو د وسلې پلور یو (غم پاڼه)بولي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر طلوع نیوز ته وايي چې مرستندویه هېوادونه به دغه مسئله وڅېړي.

په همدې حال کې، ملي دفاع وزارت هم د هغو کسانو په وړاندې چې د دولتي ځواکونو په چوکاټ کې دي او پر طالبانو وسله پلوري پر جدي مبارزې ټینګار کوي.

د افغان ځواکونو وسلو ته د طالبانو د لاسرسي رپوټونو خپرېدو په افغانستان کې د بهرنیو چارواکو غبرګون هم راپارولی دی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانس مایکل مېلیبن په دې اړه وویل:« دا یوه غمجنه مسئله ده چې د افغان ځواکونو وسلې او مهمات د هېواد دښمنانو ته ورکول کېږي، موږ دا مسئله څېړو، ما نن د پرېکنده ملاتړ د مأموریت له چارواکو سره خبرې وکړې، نړیوال لوری هېڅ شک نه‎لري چې دا یوه رسوایي ده او باید پای ته ورسېږي، موږ داسې تدابیر غوره کوو چې ترڅو له دغه پر فساد ککړو کارونو څخه په آسانۍ مخنیوی وشي.»

له بلخوا ملي دفاع وزارت هم له هغو کسانو پر پلټنو ټینګار کوي چې په دغو پېښو کې یې لاس درلود.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري څرګنده کړه:«که‎چېرې داسې کوم کس پیدا شي چې خدای مه کړه مرمۍ وپلوري،وسله‎ وپلوري،خو زه فکر نه کوم.خو که‎چېرې مرمۍ وپلوري،هغه سمدلاسه نیول کېږي،د قانون منګولو ته سپارل کېږي.»

په تېرو دوو کلونو کې په څو جګړه ځپلو ولایتونو کې طالبانو ته د افغان ځواکونو د وسلو د پلورلو په اړه رپوټونه خپاره شوي دي.

ویل کېږي کندز چې په دې موده کې دوه ځله د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شو په دې ولایت کې هم دغه ډول پېښې شوې دي.

د کندز د ولایتي شورا غړی غلام رباني رباني وايي:«دننه په دغه ولایت کې او یا هم ښايي چې په ډېریو ځایونو کې چې د افغانستان د ولایتونو او حکومت پورې تړاو لري،ډېری شمېر د مرمیو او مهماتو د پلور جلابان شته.»

خو د نوموړي ولایت چارواکي په دې اړه بل ډول نظر لري.

د کندز د والي ویاند سید محمود دانش په دې اړه وویل:«سیمه‎ييز حکومت(په کندز)کې په پرېکنده توګه څېړنه کړې.د افغانستان د وسله‎والو منسوبانو څخه هېچاه،دښمن ته د خپلې د وسلې د پلور جرأات نه‎دی کړی،او دا کار نه کوي.»

د دوشنبې په ورځ د بادغیس د امنیت ریاست پر طالبانو د افغان ځواکونو د وسلو او مهماتو د پلورلو په تور د ۷ پولیسو د نیولو خبر ورکړ.

د دغې ډلې مشري د بادغیس د امنیه قوماندانۍ د تخنیک د څانګې د امر پرغاړه وه، په تېرو دوو کلونو کې د افغان ځواکونو په لسګونه زره مرمۍ او وسلې پر طالبانو پلورل شوې دي.

شریک یي کړئ