Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسدالله خالد: پر شوراب پوځي اډې برید پاکستان کې پلان شوی و

د هلمند ولایت په شوراب پوځي اډې د طالبانو له ۳۷ ساعته برید دوه ورځې وروسته د ملي دفاع وزارت وايي چې پر دغې پوځي اډې برید پاکستان کې پلان او طرحه شوی و.

اسدالله خالد وايي چې په دغه برید کې ۲۶ پوځيان وژل شوي او دا د طالبانو او جیش المحمد ګډ کار وو:«د طالبانو او جیش المحمد دولس تنه ځانمرګي وو او د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې سره په نېغه اړیکه وه او د دغه برید پلان هم د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته شوې وه.»

د طالب ډلې اورپکو، د جمعې په ورځ(د کب په ۱۰) د سهار دوه بجو شاوخوا کې د هلمند په شوراب پوځي اډې چې هلته د میوند ۲۱۵ قول اردو هم موقعیت لري برید وکړ.

دا برید د شنبې په ورځ(د کب په ۱۱ مه) له غرمې وروسته په څلورو بجو د ټولو بریدګرو له وژولو وروسته پای ته ورسېد.

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد له ځینو نورو چارواکو سره د دوشنبې په ورځ (د کب په ۱۳ مه) بګرام کې په یوې غونډه کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت له چارواکو سره په هېواد کې د پوځي عملیاتو د ترسره کولو لپاره د همغږۍ د پراختیا په تړاو خبرې کوي.

د پریکنده ملاتړ قوماندان هم چې په دوحه کې له طالبانو سره پر خبرو بوخت دی؛ د وېډیو کنفرانس له لارې په دې غونډه کې ګډون کوي.

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو قومندان رندي جورج وویل:«د پلانونو په تړاو مو ژور بحثونه لرل، موږ له دې امله د افغان حکومت له جګپوړو چارواکو سره ولیدل څو ډاډ ترلاسه کړو چې له یو بل سره متحد او همغږي یوو.»

بله خوا د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي چې امنیتي ځواکونه پتمنه سوله غوره بولي خو که‎چېرې طالبان سوله ونه کړي دوی د هېواد دفاع ته چمتو دي.

ښاغلي خالد څرګنده کړه:«ټول ملت ته ډاډ ورکوم چې د شهیدانو د هر څاڅکي وینې غچ به اخلم.»

خو ځینو سرچینو تر دې وړاندې ویلي دي چې د میوند پر دوه سوو پنځلسم قول اردو برید کې چې شاوخوا ۵۰ تنه په کې ووژل شول او تر ۴۰ زیات نور ټپیان شول؛ بریدګرو له کومې نښتې پرتې ځانونه د دې پوځي مرکز منځ ته رسولي وو.

مهاجمان گروه طالبان، حوالی ساعت دوی بامداد روز جمعه (۱۰حوت)  بر پایگاه نظامی شوراب در ولایت هلمند که در آن قول‌اردوی ۲۱۵ میوند نیز قرار دارد، حمله‌ کردند.

شریک یي کړئ