Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلام اباد کې د خلیلزاد دوه ورځنی سفر پای ته ورسېد

په اسلام اباد کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوه ورځنی سفر پای ته ورسېد او د کابل په لور راوخوځېد.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټوېټر پاڼه کې د افغان سولې لپاره د پاکستان له هڅو مننه کړې او ویلي یې دي چې اسلام اباد اعتراف کړی چې د سولې په اړه وروستۍ پرېکړه به افغانان وکړي.

زلمي خلیلزاد په خپل دغه دوه ورځني سفر کې د پاکستان حکومت له چارواکو له هغې ډلې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي، سره د افغان سولې په اړه خبرې اترې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، له ښاغلي خلیلزاد سره په لیدنه کې، د افغان سولې له بهیره د خپل هېواد له ملاتړه خبر ورکړ.

قریشي د افغانانو ترمنځ خبرې اترې مهمې بولي او د افغان سولې په بهیر کې د پاکستان د صادقانه همکارۍ په اړه یې خلیلزاد ته ډاډ ورکړ.

افغانستان او پاکستان ته د زلمي خلیلزاد سفر د سولې خبرو اترو لپاره د دویم سیمه‎ییز سفر په چوکاټ کې ترسره کېږي.

زلمی خلیل زاد په کور دننه پر نه همغږۍ نیوکه کوي او وایي چې حکومت دې ځواب ورکړي چې ولې په شپږو میاشتو کې نه دی توانېدلی چې د سولې یو ټول شموله پلاوی جوړ کړي.

له دې ټولو سره ټاکل شوې ده چې سبا ته د حکومت مشران او سیاستوال له ښاغلي خلیلزاد سره یوځل بیا وویني. 

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، په اسلام اباد کې له دوه ورځني سفر وروسته کابل ته راستون شو.

شریک یي کړئ