د هېواد د فوټبال ملي لوبډله سبا (پنجشنبې د لړم په ۲۳مه نېټه) د کابل پر وخت د ماښام په شپږ نېمو بجو د تاجکستان د دوشنبې په مرکزي لوبغالي کې د ۲۰۲۲کال د نړیوال جام په مقدماتي او د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه د هند د لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي.
دغه لوبه د افغانستان د ملي لوبډلې په کوربه توب ترسره کېږي.
دافغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې سرروزونکی، انوش دستګیر څرګندوي:« تمرین دوام لري، هلکانو ښه تمرین کړی، او هند تر فشار لاندې دی ځکه چې موږ په جدول کې له دوی نه مخکې یوو. »
دافغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې سرروزونکی، ایګور استیماچ وايي:«د افغانستان لوبډله یوه بشپړه ځوانه لوبډله ده ؛ هغه لوبغاړي چې په معتبرو لیګونو کې لوبیږي ؛زموږ د لوبډلې شرایط هم ښه دي، که څه هم په تاجیسکتان کې به یوازې یوه تمریني غونډه وکړو ؛ خو هیله من یو چې یوه ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړو.»
د فوټبال ملي لوبډلې غړو نن خپل وروستي تمرینونه هم ترسره کړل او ددې لوبې ګټلو ته هیله من دي.
د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې اوسمهال درې لوبې کړي چې د بنګله دیش پر وړاندې یې بریا خپله کړې او د قطر او عمان له لوبډلو یې د ماتې په منلو سره د لړلیک دریم ځای خپل کړی دی.