Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د برېټانیا د سرتېرو شمېر زیات شي

د برېټانیا په دفاعي کمیټه کې د وسله‎والو ځواکونو وزیر، مایک پنینګ وایي چې د افغانستان امنیتي حالت له ترینګلتیاو سره مخ دی.

ده زیاته کړې ده چې د افغانستان ناسم امنیتي حالت له امله بریټانیا نه غواړي چې په افغانسان کې خپل سیرتیري کم کړي.

نوموړي چې په افغانستان کې له ایتلافي ځواکونو سره ولیدل  زیاته یې کړه چې په دې هېواد کې د بریټانیایي ځواکونو حضور په دې هېواد کې د سولې او ټیکاو لپاره مهمه موضوع ده.

ښاغلي پنینګ وویلي:«موږ د ځواکونو کموالي په موخه کوم پلان نلرو. ښايي اوسنی شمېر لا زیات شي، لکه څنګه چې له موږ څخه غوښتنه شوې ده. زه غواړم چې له کمېټې سره صادق ووسم.»

اوس‎مهال په افغانستان کې ۱۳ زره بهرني وګړي ځاي پرځای دي او تر ډېره افغان ځواکونو ته د سلا او روزنې دنده پرمخ وړي.

نوموړي چې په افغانستان کې له ایتلافي ځواکونو سره ولیدل  زیاته یې کړه چې په دې هېواد کې د بریټانیایي ځواکونو حضور په دې هېواد کې د سولې او ټیکاو لپاره مهمه موضوع ده

شریک یي کړئ