Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د جګړې دبندون پای ډېریو امریکايي سرتېردو ته اړتیالري

دوه نامتو امریکايي سناټوران جان مکین او لینسي ګراهام،په یوې مقاله کې د واشنګټن پوسټ ورځپانې ته ویلي چې په افغانستان کې د جګړې د بندون ماتېدل ډېرو امریکايي سرتېرو ته اړتیا لري.

دغه دوه امریکايي سناټوران په دغې مقاله کې په ګډه سره وايي چې په افغانستان کې د واشنګتن له یوې نیمې لسیزې جګړې څخه وروسته اوس دغه جګړه له بندون سره مخ ده او د هغه لامل په دغه هېواد کې د امریکايي او ناټو سرتېرو کموالی ښيي.

دغه امریکايي قانون جوړونکي ټینګار کوي چې په افغانستان کې کابو ۲۰ نړیوالې ترهګرې ډلې فعالیت لري چې نه یوازې د افغانستان امنیت ته بلکې د سیمې او نړۍ امنیت ته هم جدي ګواښ پېژندل کېږي.

د هغوی په وینا،چې د افغانستان اوسنۍ حکومت د افغانستان ۵۷ سلنه خاوره په واک کې لري په داسې حال کې چې یو کال مخکې د دغه هېواد څه باندې ۷۲ سلنه خاوره د حکومت تر واکمنۍ لاندې وه.

دغه دوه امریکايي سناټوران په دغې مقاله کې همدارنګه لیکلي دي:«په روانې میاشت کې دوه بریدونه د طالبانو له خوا شوي چې کابو د ۱۶ تنو ژوند یې واخیست او څه باندې ۴۰ تنه نور ټپيان شول.د افغانستان په شمال کې،طالبانو د بلې ولسوالۍ اداره خپله کړه.»

جان مکین او لینسي ګراهام د امریکا له اوسني حکومت څخه غواړي چې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان نېکولسون غوښتنې ته په پام سره، په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو شمېر زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر د زیاتوالي په اړه د پنټاګون سلامشورې روانې دي.

شریک یي کړئ