Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې دي

د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبې (د غوايي په ۱۵مه) اعلان وکړ چې په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو شپږ پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا چارواکو همدارنګه زیاته کړه چې د دغو پېښو له ثبتېدو سره د روان زیږدیز کال له پیله تراوسه د ماشومانو د ګوزڼ ۱۱ پېښې په هېواد کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د پولیسو د له منځه وړلو برخې د مالوماتو له مخې، دغه شپږ پېښې د کندهار ولایت په شاولي کوټ او غورک ولسوالیو کې، د کونر په شیګل او شلتن ولسوالیو کې، د بدخشان په یاوان ولسوالۍ، د بلخ په دهدادي ولسوالۍ او د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت د عامه پوهاوي د برخې مسوول ډاکټر ګلاخان ایوب په دې اړه وویل:«په روان زیږدیز کال کې موږ د پولیو پنځه نورې مثتبې پېښې هم په هلمند، زابل، نیمروز، لغمان او فراه ولایتونو کې ثبت شوې وې.»

تراوسه په هېواد کې د پولیو مثتبو پېښو شمېر ۱۱ ته رسېدلی دی.

د کونړ مرستیال والي ګل محمد بیدار په دې اړه وايي:«له بده مرغه په روان کال کې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده او په دغه ولایت کې ۱۷۰ زره په شرایطو برابر ماشومان لرو.»

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روانو زیږدیزو اپرېل او مارچ میاشتو کې د کورونا ویروس د خپرېدو له امله په هېواد کې د واکسین کمپاین نه دی اجرا شوی.

د پولیو د له منځه وړلو د سوېلي حوزې مسوول ډاکټر عبدالقیوم پخلا په دې اړه څرګندوي:«په روان زیږدیز کال کې په سوېلي حوزه کې ۵ مثبتې پېښې لرلې دي.»

که څه هم له پنځو کلونو کم عمره کابو لس مېلیونه ماشومان باید د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین شي، خو د عامې روغتیا وزارت وايي چې هر ځل کابو دوه مېلیونه ماشومان د جګړې او ناامنۍ له امله له واکسین څخه بې برخې پاتې کېږي.

افغانستان، پاکستان او نایجیریا د نړۍ هغه درې هېوادونه دي چې تراوسه د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناورغۍ په هغې کې له منځه نه ده وړل شوې.
 
شریک یي کړئ