Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د مُلکیانو د مرګ ژوبلې په اړه بشپړ څېړنه نه کېږې

د بشري حقونو د څار بنسټ د افغانستان او امریکا حکومتونه تورن وي چې د ناقانونه احتمالي بریدونو په اړه چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي لامل کېږي، بشپړ او بسندویه څېړنې نه ترسره کوي.

د دغه سازمان یو نوی رپوټ ښيي چې افغان او امریکايي چارواکي له هغو شاهدانو سره مرکې ته لېوالتیا نه لري چې د هغوی په سیمو کې هوايي بریدونه ترسره شوي دي.

د افغانستان په چارو کې د بشري حقونو د څار بنسټ لوړپوړې څېړونکې پټریشیا ګاسمن، ویلي دي افغان او امریکايي ځواکونه مکلف دي ترڅو هغه هوايي بریدونه چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې لامل کېږي، د جنګي قواعدو تر پښو لاندې کولو احتمال دې تعقیب کړي.

د بشري حقونو نړیوال تړونونه د جګړې ښکېل لوري، د ولسي وګړو له په نښه کولو، له برمته نیولو او همدارنګه له زیان رسولو منع کړي دي. او د داشان کړنو ترسره کول جنګي جنایت بولي.

د بشري حقونو د څار بنسټ وايي چې افغان حکومت د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د څېړنې توان نه‎لري او امریکايي پوځیان هم د امنیتي ستونزو له امله د پېښې په سیمه کې دا ډول څېړنې نه ترسره کوي، او یوازې د سپوږمکۍ له لارې پر انځورونو او د غیر باوري رپوټونو په خپرولو سره بسنه کوي.

د دغه رپوټ پر بنسټ، په ۲۰۱۶ زیږدیزکال کې په افغانستان کې هوايي بریدونه د ۲۵۰ تنو د وژل کېدو او ۳۴۰ تنو ولسي وګړي د ټپي کېدو لامل شوی دی.

خو په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د وژل شویو شمېر ۲۹۵ او د ټپيانو شمېر ۳۳۶ تنه وو.

د بشري حقونو د څار بنسټ یو نوی رپوټ ښيي چې افغان او امریکايي چارواکي له هغو شاهدانو سره مرکې ته لېوالتیا نه لري چې د هغوی په سیمو کې هوايي بریدونه ترسره شوي دي.

شریک یي کړئ