د ملګرو ملتونو سازمان پر هغه څه چې په افغانستان کې یې له اداري فساد سره د مبارزې پڅوالي بولي اندېښمن دی او وايي چې د فساد کوونکو په وړاندې خوندیتوب باید له منځه ولاړ شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړې استازې ډبورا لیون چې په افغانستان کې له فساد سره په مبارزه کې اصلي ننګونه د سیاسي څېرو خوندېتوب دی.
ښاغلي لیون زیاته کړه:«د سیاسي څېرو ښکاره خوندیتوب تل په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې یوه لویه موضوع ده؛ له همدې امله په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې په چاره کې پرمختګ مهم دی چې د افغانستان په تړاو د دوه زرو شلم کال کنفرانس رانژدې کېږي.»
خو ولسمشر له اداري فسد سره مبارزه د خپل کار له لومړیتوبونو بولي. لکه څنګه چې د ولسمشر په مشرۍ د قانون د واکمنۍ او حکومتولۍ عالي شورا له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمېټې د رپوټ له خپرېدو وروسته پرېکړه کړې ده چې تر دې وروسته به د مالیې وزارت د ملکي خدمتونو د کارکوونکو پر هېڅ یو ه بست له رقابت پرته څوک نه ګومارل کېږي.
د اقتصادي چارو کارپوه شفیع صمیم وویل:«که چېرې دا بهیر اداري اصلاحاتو ته وسپارل شي او لاسوهنه ونه شي او منځنګړيتوب ونه شي موږ له دغه بهیره سل په سلو کې ملاتړ کوو.»
د ولسي جرګې غړی یارباز حمیدي څرګندوي:«د مالیې محترم وزارت له نورو وزارتونو سره د تېرو پنځو کلونو په لړ کې ځانګړی امتیاز لرلی، چې دا بدبختانه له ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا یې ملاتړ کېږي.»
بل خوا د افغانستان د پیسو د نړیوال صندوق یو پخوانی چارواکی وارن کوټس د افغانستان بانک د سرپرست اجمل احمدي له لوري د پنځو تنو چارواکو لرې کېدو ته په اشارې سره وایي چې دا پرېکړه د افغانستان بانک د تېرو دوو لسیزو بنسټيزه او بشري پراختیا زیانمنوي.
د ولسي جرګې غړی عبدالظاهر تمیم وویل:«په حقیقت کې دا د افغانستان د وضعي قوانینو او اصولو پر خلاف دی او دا په ادارو کې یو ډول ډېکتاټوري او زور ویلو څرګندوي کوي.»
تېره اوونۍ د ناټو سرمنشي په افغانستان کې د فساد شتوالی یوه لویه ستونزه وبلله او زیاته یې کړه چې د افغانستان مشران هم پر دې ستونزه په څرګنده توګه پوهېږي.