Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان دولت د پېښور په برید کې د لاس لرلو په تړاو د پاکستان ادعا رد کړه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره هغه رپوټ شوې ادعاګانې چې د هغه پر بنسټ د پېښور د تېرې ورځې برید په افغانستان پلان او کنټرول شوی دی بې ځای او په کلکو ټکو سره رد کړي دي.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان جمهوري اسلامي دولت یوځل بیا پر خپل دریځ ټينګار کوي چې هېڅکله اجازه به ورنه کړي تر څو له واکمنۍ څخه یې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وشي.

دغه خبرپاڼه زیاتوي چې افغانستان د ترهګرۍ قرباني دی او د ترهګریزو بریدونو له امله درد او رنځ احساس کوي او د دغه برید د زیان لیدونکو لپاره هم د همدردۍ احساس لري او د هغوی لپاره د تسلیت مراتب څرګندوي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په دې باور دی چې تروریزم د هر انسان دښمن دی ښه او بد نه لري،له همدې امله د سیمې دولتونه په ځانګړې توګه افغانستان او پاکستان باید د دغې شومې ښکارندې د له منځه وړلو لپاره ګډې او صادقانه هڅې وکړي.

په وزیرستان او خیبر پښتونخواه کې د پاکستان پوځي عملیاتو د افغانستان او پاکستان لپاره یو لړ پایلې لرلې او د افغانستان دولت په وروستیو کلونو کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره ډېرې هڅې کړي دي او یو ځل بیا له پاکستان څخه غواړي ترڅو له په ګډه ترهګرې ډلې له توپیر څخه پرته،له افغانستان سره یوځای مبارزه وکړي تر څو په افغانستان،پاکستان او سیمه کې سوله او ټيکاو تأمین شي.

تېره ورځ د پاکستان د هوايي ځواکونو پر اډې د طالبانو د ډله‎ییز برید په پایله کې د ۱۳ تنه برید کوونکو په شمول ۴۲ تنه وژل شوي دي.

په ورته وخت کې پاکستان د افغانستان په لور د نیوکې ګوته نیولې ده.

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي دي چې د دغه هېواد د هوايي ځواکونو پر یوې اډې د پاکستاني طالبانو د ډله‎ییز برید په پایله کې د ۱۳ تنه برید کوونکو په شمول ۴۲ تنه وژل شوي، په دغې پېښه کې یو شمېر نور کسان هم ټپيان شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي دغه برید د جمعې ورځې په سهار په پېښور کې پیل شو، چې په پایله کې ۱۶ تنه پوځیانو چې د هوايي پوځیانو د دغې اډې په جومات کې د لمانځه په ترسره کولو بوخت ول، خپل ځانونه له لاسه ورکړي دي.

چارواکي وايي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې د پاکستان د پوځ یو تن قوماندان اسفندیار هم شتون لري.

د پاکستان د پوځ له‎خوا په خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې د پاکستاني سرتېرو او یرغلګرو تر منځ نښته کې، ۱۳ تنه یرغلګر هم وژل شوي دي.

د دغه برید په لړ کې، د پاکستان ستر درستیز راحېل شریف هم پېښور ته تللی دی.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره هغه رپوټ شوې ادعاګانې چې د هغه پر بنسټ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه