په افغانستان کې امریکايي پوځیانو یوازې تېره میاشت کې څه باندې اوه سوه او پنځوس بمونه د وسلهوالو پر وړاندې پوځي عملیاتو کې کارولي دي.
د امریکامتحده ایالاتونو د مرکزي قومندانۍ د شمېرو له مخې امریکایي ځواکونو د روان زیږدیز کال په سپټامبر میاشت کې اوه سوه او یو پنځوس بمونه د هوا له لارې پر وسلهوالو مخالفینو غورځولي دي.
په تېره میاشت کې د دې ځواکونو لخوا کارول شویو بمونو شمېر د تېرې د اکسټ میاشتې په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
دا په داسې حال کې ده چې ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې د امریکا لخوا په یوه میاشت کې تر ټولو ۵۸۹ بمونه ښودل شوی وو.
امریکا متحده ایالاتونو د افغانستان او سویلي آسیا په اړه د خپلې تازه کړنلارې تر اعلان وروسته په هېواد کې د وسله والو پر وړاندې د لا ډېرو بریدونو اعلان هم وکړ.