Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا افغانستان کې خپل ځواکونه ۸ زره او ۶۰۰ تنو ته کم کړي

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېټ مکنزي وايي چې امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸ زره او ۶۰۰ تنو ته کم کړی دی او دا کمښت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک پر بنسټ چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې لاسلیک شو، ترسره شوی دی.

د دغه هوکړه لیک پربنسټ، امریکا باید د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته تر ۱۳۵ ورځو د خپلو ځواکونو شمېر ۸ زره او ۶۰۰ تنو ته کم کړي او اوس دغه کار نوموړې نېټې ته له رسېدو ۲۵ ورځې مخکې بشپړ شوی دی.

جنرال کېټ مکنزي ټينګار کوي چې دغه کمښت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې وکړه لیک پر بنسټ پلی شوی دی.

دغه امریکايي پوځي همدارنګه ویلي چې د امریکایانو بشپړ وتل به په اوضاع پورې تړي لري.

هغه ټينګار کړی دی چې طالبان له داعشیانو سره ملګري نه دي؛ خو دغه ډله دې له القاعدې سره د خپلو اړیکو پرېکون وښيي.

هغه د اسپين انسټېټیوټ کې یوې مناظره کې وویل:«هغه څه چې زه به یې تاسو ته ووایم دا چې موږ په هوکړه لیک کې خپله برخه عملي کړې ده... موږ هوکړه کړې وه چې تر ۱۳۵ ورځو «د ځواکونو شمېر» تر ۸ زره او ۵۰۰ پورې ورسوو موږ اوس په دې کچه کې یوو.»

دغه امریکايي جنرال خو نغوته ونه کړه چې څه وخت او په کوم سرعت سره یې ۸ زره او ۶۰۰ ځواکونه چې په هېواد کې پاتې دي، بهر به شي.

جنرال مکنزي وویل:«ژمنې باید عملی شي چې موږ قانع کړي چې له افغانستانه زموږ پر هېواد بریدونه نه پلانېږي.»

له طالبانو سره د امریکا د هوکړه لیک پر بنسټ، د امریکا پاتې ځواکونه به د راتلوونکي زیږدیز کال تر نیمايي باید له افغانستانه بهر شي.

خو دغه وتل په شرایطو او ژمنو پورې تړلي دي چې د طالبانو له خوا د سولې هوکړه لیک ته سپارل شوې دي.

جنرال مکېنزي زیاته کړه:«موږ ټول پوهېږو چې طالبان له داعش سره ملګري نه دي... هغه څه ته چې موږ اړتیا لرو دا دي چې هغوی د القاعدې په وړاندې څه کوي او موږ غواړو هغه په خبرو کې نه په عمل کې ووینوو.»

ورته مهال د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د ناټو د دفاع وزارنو له غونډې وروسته په یوې خبري ناسته کې وویل :«د ناټو تړونوال او متحدین د سولې له هڅو ملاتړ کوي او موږ له هر بل وخت د افغانانو ترمنځ خبرو اترو ته نږدې شوي یوو.»

هغه همدارنګه زیاته کړه:«ورته مهال موږ ټول پوهېږو چې په افغانستان کې وضعیت ستونزمن دی. موږ لا هم د تاوتریخوالي او بریدونو شاهدان یوو. موږ وینو چې په افغانستان کې دوامدارې سولې ته له رسېدو مخکې اوږده لار په مخکې لري خو موږ له دغو هڅو ستاینه کوو او له دې ستاینه کوو چې موږ «خبرو اترو» ته نږدې شوي یوو.»

ښاغلي سټولټنبرګ وویل:«طالبان باید له امریکا سره په لاسلیک شوې هوکړه کې خپلې ژمنې عملي کړي.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه