امریکا په متحده ایالاتو کې د دې هېواد په ګډون د افغانستان، سعودي عربستان او عربي متحد اماراتو د ملي امنیت سلاکارانو څلور اړخیزه ناسته کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د افغانستان د سولې بهیر او اقتصادې ودې خبرې شوې دي.
د ملي امنیت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې نن(یکشنبې د وري۵مه) راغلي دي چې دغه ناسته تېره ورځ ترسره شوي او افغانستان د ملي امنیت سلاکار، محمد حنیف اتمر په دې ناسته کې ګډون کړی دی چې یو شمېر هوکړو ته هم رسېدلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې ناسته کې ګډونوالو د افغانستان کې د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړی، د سولې او مذاکراتو د بریالیتوب له پاره یې پر ګډو هڅو او عملي اقدماتو ټینګار کړی.
د ملي امنیت سلاکارانو پریکړه کړې چې د ترهګرو د مالي تمویل بنسټیزې سرچینې به په نښه کوي او د له منځه وړلو په موخه به یې ګډ اقدامات کوي.
په دې ناسته کې پریکړه وشوه، چې په نیږدې راتلونکې کې به عربي متحده امارات په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګه اچونې په نوم د نړیوال کنفرانس کوربه توب کوي، په دې کنفرانس کې به د سوداګرۍ، پانګه اچونې او اقتصادې راکړې ورکړې پر څرنګوالي بحث کیږي او د افغانستان د اقتصادي خودکفادیۍ په موخه به همغږي او همکاري رامنځته شي.