Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکې له پاکستانه غوښتي چې طالبان د مذاکرې مېز ته حاضر کړي

د امریکا متحده ایالات له پاکستانه غواړي چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د نېک نیت د ښوولو او همدارنګه د خبرو اترو مېز ته د طالبانو د حاضرولو لپاره ژر مټې راونغاړي.

د سوېلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیال الیس وېلز د جمعې په ورځ ویلي چې واشنګټن تمه لري په په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې، د پاکستان د عملي ګامونو شاهد وي.

دغه امریکایی چارواکی وايي چې پاکستان پر طالبانو له نفوذه په استفادې سره، داسې شرایط چمتو کړي چې دغه ډله د خبرو اترو مېز ته حاضره کړي.

د هغه په وینا، له ترهګرو ډلو سره د پاکستان اوږدمهالې اړیکې، د دغه هېواد د ثبات په وړاندې ګواښ دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکی ټینګار کوي چې د طالبانو او حقاني شبکې مشران تراوسه هم کولای شي چې په پاکستان کې خپل بریدونه پلان کړي، دوی هلته په امن کې له خپلو کورنیو سره یو ځای ژوند کوي.

الېس وېلز زیاتوي چې پاکستان د دغه هېواد د کورنیو بلواګرو په وړاندې ښه جنګېدلی، خو له دغو ټولو سره له هغو ترهګرو سره د مبارزې ژمنه هم ولري چې افغانستان او هند ګواښي.

شریک یي کړئ