Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امنیتي ځواکونو په بلخ کې د طالبانو له شتونه ۱۷ کلي پاک کړل

د بلخ پولیس وايي چې د بلخ ولایت په څلورو ولسوالیو کې د دوه اوونیو راهیسې د «شاهین ۶۱۲» په نامه پیل شویو عملیاتو کې د شولګرې ولسوالۍ ۱۷ کلي د طالبانو له شتونه پاک شوي دي.

د بلخ د امینه قومندانۍ ویاند عادل شاه وايي چې په دغو عملیاتو کې پنځه امنیتي ځواکونه او ۱۲ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

هغه زیاتوي چې اوه تنه امنیتي ځواکونه او پنځه طالبان ټپيان شوي دي.

د شولګرې ولسوالۍ دالان کلی یو له دغو کلیو دی چې د بلخ د امنیه قومندانۍ د ویاند په خبره د طالبانو له شتونه پاک شوی دی.

ځايي اوسېدونکي وايي چې په تېرو دوه اوونیو کې طالبانو څو ځله پر دغه کلي برید کړی دی.

د بلخ د ولایتي شورا غړی غلام سخي لاله په دې اړه وايي:«طالبانو په دالان سیمو برید کړی او د دغه هېواد ۹ تنه ځوانان یې ووژل.»

د دالان کلي امنیت د ولسي پاڅون کوونکو او د کلیوالو له خوا تامین کېږي. وسله وال کسان چې پوځي یونېفورم لري او سختې شپې او ورځې یې تېرې کړې دي.

د ځاني دفاع غړی ذوالفقار نظري د دغه کلي اهمیت ته په اشارې سره وايي:«له دې ځایه (دالان کلي) څخه کولای شي د چهارکنت ولسوالۍ په لور ولاړ شي، د سمنګان په لور ولاړ شي او ټول ټکي سره ونښلوي.»

سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې طالبانو دوه اوونۍ مخکې په دغه کلي کې اته ولسي وګړي په ډزو سره ووژل. او له هغې وروسته خپل پراخ بریدونه یې په دغه کلي پیل کړل چې د خلکو له مقاومت سره مخ شو.

د سیمې اوسېدونکی محمد وویل:«طالبانو برید وکړ، خلک وتښتېدل، مزار ته ولاړل، یا هم نورو لیرې پرتو کلیو ته.»

په دوه وروستیو اوونیو کې د بلخ شولګره، چهارکنت، چمتال او بلخ ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د مرګونې جګړې شاهد وو.

د هېواد په نورو شمالي ولایتونو کې لکه فاریاب، سرپل، جوزجان او سمنګان ولایتونو کې هم د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

په تر ټولو نوې پېښه کې د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د ځايي اوسېدونکو او طالبانو ترمنځ نښته کې ۹ تنه سیمه ییز کسان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي.

سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې طالبانو دوه اوونۍ مخکې په دغه کلي کې اته ولسي وګړي په ډزو سره ووژل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه