Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امنیتي ځواکونو په فاریاب کې له طالبانو یوه پوسته بېرته ولکه کړه

په فاریات ولایت کې ځايي چارواکي ادعا لري چې امنیتي ځواکونو، د امنیتي ځواکونو یوه پوسته چې د دوشنبې په ورځ د طالبانو له خوا نیول شوې وه، بېرته ولکه کړه.

د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان نظام الدین قیصاري وايي چې پر دغې پوستې د طالبانو د برید په پایله کې ۴ تنه سرتېري هم وژل شوي وو.

قیصاري زیاتوي چې ملي پولیسو د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو له همکارۍ سره د طالبانو له خوا د نیول شوې پوستې د بېرته نیولو لپاره اقدام کړ او هغوی یې له سیمې په شاوتمبول.

له دې سره جوخت، هغه ټینګار کوي چې ملي پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو په دغې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو ۷ نورې پوستې د طالبانو له خوا د پرځېدو له ګواښ څخه وژغورې.

د هغه په وینا، په دغې پېښه کې، ۲۳ طالبان وژل شوي او د هغوی جنګي وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاسته لوېدلي دي.

له دې ټولو سره، په فاریاب کې د دین ځينې عالمان، که‎څه هم له امینتي ځوکونو ملاتړ کوي، خو پر هغه څه چې د دغو ځواکونو په سالم مدیریت کې د حکومتي چارواکو نه همغږي او ناکامي بولي نیوکه کوي.

فاریاب د افغانستان په شمال ولوېدیځ او د هېواد د حلقه‎يي واټ په لاره کې واقع شوی دی. له همدې امله ده چې د ځينو کارپوهانو په وینا، طالبان غواړي ترڅو په دغه ولایت کې فعال حضور ولري.

شریک یي کړئ