په جلال آباد ښار کې یو شمېر هل هنود او سک اوسېدونکو د دویمې ورځې لپاره سره راغونډ او د ویساک په نامه مذهبي جشن یې ولمانځه.
د ویساک د ۳۱۸ کلیزې په ویاړ سکهانو د ننګرهار په مرکزي درمسال کې ځايي اوسېدونکو او چارواکو ته دودیزه مېملستیا ورکړه.
د دغه ولایت سکان وایي، چې د ویساک په دویمه ورځ دوی د دود له مخې دوستانو ته مېلمستیا کوي او په ننګرهار کې یې د دې ورځې په ویاړ ځايي اوسېدونکي او چارواکي مېلمانه کړي چې دودیزې میلې یې هم وکړې.
د چارواکو په وینا، په دې ولایت کې به د سکانو ټولې ستونزې هواري او ورسره به هر راز همکارۍ وکړي.
په ننګرهار کې د سکانو د ټولنې ویاند ډاکټر ارمیت سنګه وویل: "د ویساک ورځ زموږ د خوښۍ ورځ ده؛د ویساک ورځ زموږ د اختر ورځ ده په دغې ورځې موږ د یو بل کور ته ورځو ترڅو د یو بل له حالت څخه خبر شو".
په ننګرهار کې یو سک اوسېدونکي زیاته کړه: "نن موږ ډېر خوشحاله یوو.زموږ دوستان درمسال ته راځي او ګډون کوي او موږ هغوی را بللي دي".
آخوا چارواکي سکانو ته د ویساک په دې مراسمو کې ډاډ ورکوي چې هر راز همکاري به ورسره کوي ننګرهار کې به ورته د ښه ژوند اسانتیاوې برابروي.
د ننګرهار والي سیلم خان کندزي په دې اړه څرګنده کړه: "هغه غوښتنې چې زموږ اهل هنود هېوادوال یې په ځانګړې توګه په ننګرهار کې ولري،چارواکو ته لارښونه شوې ده او ډېر ژر به د هغوی غوښتنو ته رسېدنه وشي".
د سکانو یوه لویه ستونزه د کوچنیانو د زده کړو په برخه کې ده چې تر اوسه ځانګړی ښوونځی نه لري.
له سلګونو کالونو راهیسې آهل هنود په دې ولایت کې مېشت دي ؛خو سږ کال د نا آمنیو له کبله ډېری کورنۍ له دې ولایته کډه شوي او دا جشن هم د پخوا په پرتله کم رنګی وه.
په دې اړه مو اندونه