یوه بدخشانۍ مور چې دوه لوڼه یې د بدخشان مرکز فیض آباد ښار ته نیږېد طالبانو لخوا ووژل شوې، د دې ولایت پر استیناف محکمې نیوکه کوي چې یو تن تورن یې خوشې کړی دی.
د دې مېرمنې د ورور په ګډون یې دوه تنه ددې پېښې په تړاو تر څار لاندې وو، خو محکمې یوازې ورور ته یې د شل کاله بند سزا اورولې ده او بل تورن یې خوشې کړی دی.
جانورا وايي چې د پېښې په تړاو څو تنه تورن تراوسه پورې نه دي نیول شوي.
دا زیاتوي:«زما اولاد یې ځندی کړی وه، دوی هم باید ځندي شي، ورور مې او که بل څوک وي همدا کار دې ورسره وکړي.»
دا مېرمن له څو ورځو راهیسې له خپلو درېیو بچیانو سره د کابل ښار په یو هوټل کې د هغه کور د اخیستلو په تمه شپې تېروي چې وايي، حکومت یې ورسره ژمنه کړې وه.
لوڼې یې نور حیا او منورا چې نېږدې یو کال یې د ملي پولیسو په لیکو کې کار کړی وه، اوه میاشتې وړاندې بدخشان ښار ته نېږدې ووژل شوې.
دغه مېرمن وایي، د لوڼو د دوو نیول شویو قاتلانو له ډلې د یوه د خوشې کېدو په اړه اندېښمنه ده، خو به وینا یې د لور څو نور قاتلان یې لا هم نه دي نیول شوي.
له دې سره هممهاله د بدخشان د استیناف محکمه په دې تړاو رسما څه نه وايي، خو د محکمې رییس په دغه ولایت کې د طلوع نیوز خبریال ته ویلي دي چې د پېښې پر یوه تورن د شل کال زندان حکم صادر شوی دی او دویم تورن د پوره اسنادو د نشتوالي له امله خوشي شوی دی.
د جانورا بله لور، سمیرا وايي چې د محمکې پرېکړه د دوی په نشتوالي کې شوې او دوی یې نه دي خبر کړي.
د دې میرمنې په وینا وسلهوالو کسانو یې لوڼې د دې په مخکې له موټر نه ښکته کړې او له ځان سره یې بوتلې.
د یوې لور مړی یې اته ورځې وروسته له سیند نه را واېستل شو خو د دویمې مړی ونه موندل شو.