د بدخشان ولایتي شورا وايي، د یمګان ولسوالۍ په «وشنګان» سیمه کې د سینه بغل په څېر ناروغۍ د دریوو ورځو په موده کې د ۱۳ ماشومانو ژوند اخیستی دی.
د ولایتي شورا غړی، محبوب الله څرګندوي چې له سیمه ییزو سرچینو د دوی ترلاسه شوي لومړي مالومات ښیې چې ۱۳ ماشومان مړه شوي او ټولو له پنځو کالو کم عمر درلود.
د ولایتي شورا د دغه غړي په خبره تر اوسه پورې د ناروغۍ د خپرېدو لامل نه دی څرګند شوی، خو د سیمې خلکو په خبره، د ناروغۍ علایم د سینه بغل په څېر وي او په یوه ورځ کې څو ماشومان وژني.
په همدې حال کې د بدخشان سیمه ییز چارواکي بیا د مړو شویو ماشومانو شمېر کم بولي.