Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بشري حقونو څار: ایران افغان ماشومان د سوریې جګړې ته ليږي

د بشري حقونو څار ډلې نن(یک‎شنبې د تلې۹مه) په خپل خپاره شوي راپور کې ویلي دي چې د ایران سپاه‎پاسداران ډله افغان ۱۴کلن ماشومان د جګړې لپاره سوریې ته لیږي.

راپور وايي چې د نړیوالو قوانینو له مخې تر ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان د جګړې لپاره ګمارل جرم بلل کيږي.

د بشري حقونو څار بنسټ په راپور کې راغلي دي چې د دوی څېړنو په ایران کې د هغو ماشومانو مړستونونو له کاڼو موندلې چې اته ماشومان پېژندل شوي چې په سوریه کې وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي دي:«د ایراني رسنیو کې یو شمېر تائید شوي موارد او ۶ نور موارد چې تائیدوي افغانانو د سورویې په جګړه کې ژوند له لاسه ورکړی دی. په دوو حالاتو کې څېړونکو د مړستونونو کاڼي څېړلي دي چې عمرونه یې له ۱۸ زیات ښودل شوي دي، خو کورنیو یې رسنیو ته ویلي دي چې دوی ماشومان وو او عمرونه یې په تېر وتنې سره ویل شوي دي تر څو د فاطمیونو ډلې سره یوځای شي. دا ښکاره کوي چې په ایران کې د ماشومانو ګمارنه د جګړې لپاره شته.»

د منځني ختیځ د بشري حقونو څار بنسټ مسوؤلې، سارا لي ویټسون څرګندوي:«ایران باید د ماشومانو ګمارنه د سرتېرو په توګه ودروي او هغه افغان ماشومان یې چې سوریې ته د جګړې لپاره ليږلي دي، بېرته راستانه کړي.»

نوموړې زیاته کړې ده:«ایراني چارواکي د دې پر ځای چې له زیان‎منونکو کډوالو ماشومانو استفاده وکړي، باید چې ساتنه یې وکړي.»

د هېواد د کډوالو چارو وزارت د شمېر له مخې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې ایران کې ۲،۵میلیونه افغانان پرته له اسناده ژوند کوي.

مخکې له دې ایران د افغان کډوالو دوسیې په داسې حال کې ثبت کړې وې چې دوی سوریې ته د تلو غوښتنه درلوده او په دې هیله یې چې خپلو کورنیو ته قانوني اسناد ترلاسه کړي.
 
په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې زرګونه تنه افغان کډوال چې قانوني اسناد یې نه درلودل د فاطمیونو لخوا روزل شوي او سوریې ته د جګړې لپاره لېږل شوي دي.

فاطمیون هغه ډله ده چې د ایران حکومت ته نېږدې ورځپاڼه یې سوریې جګړې ته په خپله خوښه تلونکي افغان کډوال بولي.

په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې ډېفولټ خبري آژانس خبر ورکړی وه چې د ایران وسله‎والو ځواکونو د راپور له مخې د فاطمیون ډله لویه شوې ده، خو شمېر یې نه دی څرګند، د سپاه‎پاسدارانو پورې اړوند تسنیم نیوز شمېرو له مخې کابو ۱۴ زره تنه دي.

۲۹ کلن افغان د اګسټ په میاشت کې بشري حقونو څار بنسټ ته ویلي دي چې ۱۶ او ۱۷ کلنو سرتېرو سره چې افغانانو وه او د سوریې جګړې لپاره روزل شوي وو، خبرې کړې دي.

ده ویلي دي چې وروسته له هغې د فاطمیونو ډلې سره یوځای شو تر څو خپلې کورنۍ ته ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد برابر کړي.

هغه څرګنده کړې ده:«دوی کله هم زموږ نه اسناد نه غوښتل، خو یوازې غوښتل یې چې پوه شي موږ افغان یوو او یوازې یې زموږ عمرونه پوښتل چې له ۱۸ کلونو لوی ووسو.»

د بشري حقونو څار بنسټ وايي چې د سوریې جګړې لپاره د سرتېرو ګمارنه کې رڼښت کم دی، باید چې د ماشومانو لیږلو لپاره اړین ګامونه پورته شي.

د ۲۰۱۶ زیږدیز کال د جنوري په ۲۷مه د سپاه‎پاسداران قومندانانو محسن کاظیمي او محمد رضا په ټلویزیوني مرکه کې ویلي دي چې د سپاه پاسدارانو سوریې کې د ځواکونو سمبالښت پر غاړه اخیستی دی.
 
۲۹ کلن افغان د اګسټ په میاشت کې بشري حقونو څار بنسټ ته ویلي دي چې ۱۶ او ۱۷ کلنو سرتېرو سره چې افغانانو وه او د سوریې جګړې لپاره روزل شوي وو، خبرې کړې دي

شریک یي کړئ