یوه امنیتي سرچینه وايي کندوز کې د طالبانو برید په پایله کې ۵ افغان سرتېري وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي نن سهار ۴:۳۰ (د سلواغې په ۱۳مه نېټه) یوه ډله طالبانو د بغلان ـ کندوز پر لویه لاره په "کیسه توپک" سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید وکړ.
سرچینه زیاتوي د طالبانو برید په پایله کې پنځه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
سرچینه همداراز کندوز کې د بلې پېښې په ترڅ کې د دریوو طالب وسله والو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د سرچینې په وینا د علي آباد ولسوالۍ د ګزمې پر پولیسو تېره شپه ۱۰ بجې طالبانو برید کړی، خو دغه برید کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی او درې طالب وسلهوال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.