بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې معتبرې سرچینې د طالبان برید پایله کې د دوو افغان سرتېرو له وژل کېدو او د اتو له ټپي کېدو خبر ورکوي.
دغه سرچینه نن(سې شنبې د چنګاښ په ۱۰مه نېټه) وايي طالبانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ پنځم، شپږم سرک او قندو فابریکې سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي"طالبانو د افغان ځواکونو درې ټانکونه هم سوځولي دي."
د سرچینې په خبره، دوې پوستې د طالبانو په لاس نسکورې شوې دي او یادې ډلې د بغلان لاره هم د تګ راتګ پروړاندې تړلې ده او سیمه کي سخته نښته روانه ده او تر اوسه افغان ځواکونو ته مرستندویه ځواک نه دی رسېدلی.
همداراز د سیمې خلک وايي چې د لارې دواړو غاړو ته سګونه مسافر بند پاتې دي او له حکومته د لارې پرانیستو غوښتنه کوي.
مسافران وايي چې ورسره ناروغ کسان او مړي هم دي.
سیمه ییزو چارواکو او طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.