امنیتي چارواکي د بلخ ولایت پنځو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکوي.
د هېواد په شمال کې د ۲۰۹شاهین قول اردو د خبرپاڼې په خپرولو سره نن(یکشنبې د مرغومې په ۲۹مه نېټه) وايي چې افغان ځواکونو د بله په شورتېپې، بلخو چمتال، چهاربولک او دولت اباد ولسوالیو کې پوځي عملیات پیل کړي دي.
خبرپانې ویلي دي چې د افغان ځواکونو دغو عملیاتو په ترڅ کې به لومړۍ د بلخ ـ جوزجان لویه لاره د طالب وسله والو له شتونه پاکه شي.
د شاهین قول اردو خبرپاڼه کې راغلي دي چې افغان ځواکونه به خپل پوځي عملیات له جوزجان، سرپل او فاریاب ولایت ته وغځوي.