Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلواګر د کندز ښار شاوخوا سیمو ته وشړل شول

افغان امنیتي ځواکونو د کندز ښار د چوک له نیولو څخه وروسته بلواګر د کندز ښار شاوخوا سیمو ته وشړل.

د طلوع‎نیوز خبریال کریم امیني له کندز ښار څخه رپوټ ورکوي چې د طالبانو دفاعي کرښه د کندز ښار شاوخوا سیمو ته ټمبول شوې ده او نښته د کندز ښار په شاوخوا سیمو کې روانه ده.

ښاغلي امیني ویلي دي چې ټول هغه څلور سړکونه چې کلیدي سیمې سره نښلوي د ټرافیکو پر مخ خلاص شوي دي.

ولسي وګړو په واټونو کې بېرته په تګ راتګ پیل کړی دی او ځینو هټیو او نانوایانو بېرته په فعالیت پيل کړی دی.

کندز ښار وروسته له ۱۰ ورځو جګړې څخه د چهارشنبې په ورځ د نسبتاً آرامۍ شاهد وو. دغه نښتې د کابو ۶ زره کورنیو د بې‎ځایه کېدو لامل ګرځېدلي دي.

امیني وايي: " د ښار ډېری سیمې د امنیتي ځواکونو په اداره کې دي".

په ورته وخت کې امنیتي چارواکو ویلي دي چې د هغو بلواګرو د له‎منځه وړلو په موخه چې د ولسي وګړو په کورونو کې پټ شوي دي کور په کور پلټنه به ډېر ژر پیل شي.

په کندز ښار کې د پولیسو یوه افسر ویلي دي: " موږ کور په کور عملیات د شپې له‎خوا په لاره اچوو او که موږ چېرې شکمن کور پیدا کړو او موږ به تلاشي وکړو ترڅو ډاډه شو چې ګواښ شتون نه‎لري".

همداراز دغه افسر ویلي دي چې بلواګر په جوماتونو کې هم پټ شوي دي.

په ټوله‎ییزه توګه کندز ښار لږ څه آرامه وو او هغه سړکونه چې د دغه ولایت له هوايي ډګر سره نښلي د ټرافیکو پر مخ خلاص ول.

کندز ښار د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې د طالبانو په لاس نسکور شو چې یو شمېر بلواګرو د یوه عملیات په لاره اچولو سره دولتي بنسټونه ونیول.

همداراز طالبانو پر بندخونې برید وکړ چې د هغې په پایله کې د طالبانو د ۱۱۰ تنو غړو په شمول ۶۰۰ تنه آزاد کړل شول.

د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره، دا ځای کېکاږئ:

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه