Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بې وزلۍ یو ښوونکی اړ کړ چې د مرستې لپاره د خلکو دروازې وټکوي

هرات کې د پر تګ راتګ د محدودیتونو د لګېدو په لړ کې، په دغه ولایت کې د یوه خصوصي ښوونځي ښوونکی چې له تنګ لاسۍ سره مخ شوی، اړ شوی چې د خپل اولاد لپاره د ډوډۍ پیدا کولو لپاره د دغه ښار د اوسېدونکو دروازې وټکوي.

غلام حضرت د هرات له تربیه معلم څخه فارغ شوی او له څو مودې راهیسې د هرات ښار په یوه خصوصي ښوونځي کې د ښوونکي په توګه کار کوي، خو د محدودیت لګېدو او د ښوونیزو مرکزونو رخصتېدو د هغه دنده هم اخیستې ده.

هغه وايي:«کورونا ویروس زموږ د بې وزلۍ او تنګ لاسۍ لامل شوی. په تېر کې لږې ستونزې مو لرلې خو کورونا د دې لامل شو چې کار مې له لاسه ورکړم او په کور کې کېنم.»

غلام حضرت د میاشتې دوه نیم زره افغانۍ د کور کرایه ورکوي او وایي دوې میاشتې د کور د خاوند پوروړی دی.

دغه ښوونکی وايي دا چې حکومت له اړمنو کورنیو سره د مرستې ژمنه کړې خو تراوسه هېچا له هغه سره مرسته نه ده کړې:«هېڅ دولتي ادارې حتا د یوې ستنې څوکې په اندازه هم مرسته نه ده.  له ولایت څخه یو چا زنګ وواهه چې ۱۵۰ کیلو غنمو مرسته کوم.»

د دغه ښوونکي مور او مېرمن وايي د غلام حضرت له وزګارېدو وروسته د خوړو لپاره څه نه لري او د نورو مرستو ته سخته اړتیا لري.

د غلام حضرت امیري مور زرین وویل:«اوړه، وریجې او نور خوراکي توکي نه لرو او د خوړلو لپاره هم څه نه لرو.»

د غلام حضرت امیري مېرمن مریم هم څرګندوي:«که چې خاوند مې کار کاوه زموږ پنځوس سلنه ستونزې حل وې خو له هغې ورځې چې کورونا ویروس راغلی او خاوند مې وزګاره شوی، زمونږ ستونزې سل په سلو کې شوي دي.»

د هرات د پوهنې ریاست هم مني چې د خصوصي ښوونځیو ډېری ښوونکي وزګار شوي دي.

د هرات د پوهنې رییس ذکریا رحیمي هم وايي:«د دولتي ښوونځيو ښوونکي د معاشونو د ورکړې په برخه کې ستونزې نه لري او معاش یې د دولت له خوا په ټاکي وخت ورکول کېږي. اصلي ستونزه خصوصي ښوونځیو ته متوجه ده. درس نشته او ښوونځي تړلي دي او دغه ښوونځي په دې قادر نه دي چې د ښوونکو معاشونه ورکړي.»

غلام حضرت په هرات کې له هغو سلګونو کسانو څخه دی چې په دغه ښار کې د کرونا ویروس له خپریدو وروسته د قرنطین له امله له ستونزو سره مخامخ شوی، په دغه ښار کې د خلکو پر ګرځېدو له محدودیت وروسته په سلګونه کورنیو خپل عواید له لاسه ورکړي او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

په هرات کې قرنطین د هغو کورنیو ژوند ستونزمن کړی چې د د روزمزد کار له لارې پیسې پیدا کوي.

شریک یي کړئ