په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکلسن ډاډ ورکوي چې د امریکايي ځانګړو ځواکونو په حضور کې، کندز به بیا ونه پرځېږي.
ښاغلي نېکلسن چې د ملي دفاع وزارت سرپرست او د کورنیو چارو وزارت له امنیتي مرستیال سره، کندز ته د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره تللی وايي چې امریکايي ځواکونه د کندز د دفاع لپاره په دغه ولایت کې ځای پر ځای شوي دي او له افغان ځانګړو امنیتي ځواکونو سره به یو ځای،دښمن وځپي.
هغه په دې اړه زیاته کړه:«امریکايي ځواکونه دلته د کندز له خلکو د ساتنې ژمنه کوي او وايي چې دوی د ټولو افغانانو په وړاندې ژمن دي. نن چې موږ دلته یوو د امریکا ځانګړي ځواکونه په کندز کې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي او له دښمن سره جګړه کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د کندز ولایت ځینې برخې له امنیتي ګواښ سره مخ دي؛په کندز کې د ولایتي شورا غړو او سیمهییز چارواکو موده وړاندې ګواښ کړی وه کهچېرې د دغه ولایت وضعیت ته پاملرنه ونهشي، د هغه ځينې برخې به د درېیم ځل لپاره د مخالفو وسلهوالو لاسته ولوېږي.
خو په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان ډاډ ورکوي چې کندز به بل ځل د مخالفو وسلهوالو لاسته ور نه شي.
ښاعلي نېکلسن په دې اړه وویل:« د کندز د پرځېدو په موخه د طالبانو هره هڅه ناکامه شوې ده. له دې امله ناکام شول چې له تکړه افغان ځواکونو په ځانګړې توګه کومانډو ځواکونه سره مخامخ دي، دا کسان له هېواده د دفاع په لاره کې ډېره هڅه کوي. زموږ د سږکالې ژمنه به هم همداشان وي چې کندز به سقوط ونهکړي.»
په دې لړ کې د هېواد امنیتي چارواکي د یو لړ پروګرامونو خبره کوي او باور لري چې د دې پروګرامونو په عملي کېدو سره به د کندز ولایت وضعیت ښه شي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي تصریح کړه:«په ټول کې له شمالي لیکو څخه په بدخشان، کندز، تخار، بغلان، سرپل، فاریاب پوځي عملیاتو کې ستاسو امنیتي ځواکونه په ښه مسیر روان دي او انشاالله د افغانستان دفاع ته چمتو دي او ټولې هغه کړنې او فعالیتونه چې دښمن یې غواړي ترسره کړي او د ځان لپاره سترې ستراتېژیکې موخې جوړې کړې وي انشاالله چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه یې له ماتې سره مخ کړي دي.»
کندز د هېواد په شمال ختیځه برخه کې پروت ولایت دی چې تر نورو ډېر نا امنه دی، په تېرو دوه کلونو کې دا ولایت دوه ځلې د طالبانو لاسته ولوېده او ځو ځله پهکې جګړې خپل اوج ته ورسېدې. تېره اوونۍ د طالبانو په یو لړ بریدونو کې د قلعه ذال ولسوالۍ وپرځېده.