Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جنرال ووټل: له ترهګرۍ سره مبارزه کې پاکستان باید عملي ګام واخلي

د امریکا د پوځ د مرکزي قومنداني قومندان جوزف ووټل وایي، د سیمې هېوادونه په ځانګړي توګه پاکستان باید د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې جدي او عملي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د ملي شورا د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، ښاغلي ووتل دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د هېواد د ملي امنیت له مشار حمد الله محب سره په لیدنې کې کړي دي.

ښاغلي ووټل زیاته کړې ده:« امریکا د افغانانو په مشر د سولې له بهیر ملاتړ کوي او د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان دې ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کې عملي ګامونه پورته کړي او په دې برخه کې مونږ د افغانانو ملاتړ کوو.»

د خبرپاڼې په حواله ښاغلي ووتل د افغانانو په مالکیت د سولې له بهیر نه ملاتړ کړی دی.

ښاغلي ووتل له ولسمشر غني سره هم لیدلي دي.

ووټل

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي:« دواړو لوریو د سولې د بین الافغاني مذاکراتو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او لا پیاوړتیا، په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د اصلاحاتو بهیر، تروریزم سره د ګډې مبارزې او د جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د ستراتیژۍ د اغېزو په اړه خبرې وکړې.»

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د پاکستان سفارت له بند نه د طالبانو ډلې بنسټ اېښودونکی ملا عبدالغني برادر او د یادې ډلې پخوانی قومندان ملا صمد ثاني خوشې کېدل تائيد کړل.

 یاد سفارت طلوع نیوز ته ویلي دي چې ملا برادر او ثاني د سولې بهیر سره د مرستې په موخه د پاکستان د ژمنو پر بنسټ خوشې شوي دي او اسلام آباد د افغانانو په مشرۍ سولې ته ژمن دی.

بل خوا د ملا برادر له خوشې کیدو وروسته اجرائیه ریاست ویلي، اسلام اباد له کابل سره له همغږۍ پرته ملا برادر خوشې کړی دی، خو ولسمشر له ښاغلي ووتل سره په لیدنه کې ویلي د سولې لپاره د هر اوچت شوي ګام هرکلی کوي.

هرچند امروز ریاست اجراییه گفت که اسلام آباد بدون هماهنگی با کابل ملابرادر را آزاد کرده است، اما رییس جمهور غنی در دیدارش با ووتل، گفته از هراقدامی که به گفتۀ وی «منتج» به آغاز گفت‌‍وگوهای صلح شود، استقبال می‌کند.

شریک یي کړئ