د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي وایي، په اقچې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په یو کمین کې درې طالب وسلهوال وژل شوي دي.
دې چارواکو نن(سېشنبې د وږي۷مه) زیاته کړه چې په دې کمین کې دوه نور طالب وسلهوال ټپیان دي.
د جورجان ولایت د پولیس قومندان، مل پاسوال رحمت الله ترکستاني څرګندوي، امنیتي ځواکونو په اقچې ولسوالۍ په چکش سیمه کې د طالبانو پنځه کسیزې ډلې په اړه د مالومات له ترلاسه کولو وروسته پر دوی برید کړی دی.
نوموړی زیاتوي، په دې پيښه کې د وسلهوالو درې موټر سایکلونه او یو کلاشینکوفونه د امنیتي ځواکونه لاسته ورغلي دي.
ښاغلی ترکستاني وړاندې وايي چې په پیښه کې یو ولسي پاڅونکوونکی ټپي شوی دی.