یوه میاشت کې کېږي چې یو کس له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره عدالت ته د رسېدو لپاره د کابل ښار په واټونو کې شپې او ورځې سبا کوي.دغه کس حسن نومېږي او وايي چې پاکستاني شریکانو یې،د پارلمان د یوه استازي په ملاتړ په ننګرهار کې د هغه ټولې پیسې غلا کړي دي.
حسن وايي چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی پیربخش ګردیوال، له دغو غلو څخه ملاتړ کړی.
هغه ادعا کوي چې دویمه مېرمن یې د ولسي جرګې د دغه غړي له خوا یرغمل نیول شوي ده.
زیانمن حسن وویل:«ما له ۱۵ کلنۍ څخه سوداګرۍ او غریبۍ ته مخه کړئ.ما په خپله له جاپان،مالیزیا او دوبۍ څخه موټر واردول تر ۲۰۰۹ زیږدیزه کاله پورې پیسې مې پاکستاني شریک وخوړې؛عریضه مې وکړه او له حکومت څخه مې جلب هم واخیست،خو کردیوال (د پارلمان استازي)هغوی یې خلاص کړل او زما پیسې یې هم وخوړې او زه یې هم وګواښلم.»
دغې کورنۍ څو شپې د سترې محکمې په مخکې تېرې کړې دي، او له یوې اوونۍ راهیسې په وزیر اکبرخان سیمه کې شپې سبا کوي، ترڅو خپل شکایت لوړ پوړو چارواکو ته ورسوي.
حسن وايي چې د ژمي په دې سړو شپو کې په ځلونو خلکو د هغه ماشوم د ماشومانو د اندراګاندي روغتون ته وړی دی.
حسن زیاته کړه:«زما د ځمکو غاصب هم مالوم دی.له یوې میاشتې راهیسې زه له خپلو ماشومانو سره سرګردان یم او هرې خوا ته ځم،څوک زما په غم کې نه دي.»
حسن وايي چې د کابل په شاه شهید سیمه کې کور لرم د هغه په وینا د ګردیوال د کسانو له ویرې نهشي کولای خپل کور ته لاړ شي، پیر بخش ګردیوال د دغې ادعا په اړه داسې وايي.
د پیربخش ځواب او ګواښ
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی پیربخش ګردیوال طلوع نیوز ته په ټلېفوني اړیکه کې ګواښ کوي چې د دغه خبر له خپرېدو سره به له دغې کورنۍ سره به جدي چلند وکړي.
پیربخش ګردیوال وايي:«تاسو دغه خبر خپرو کړی،خو یقین ولرئ کهچېرې پر ما څه وشي(ما ته کوم زیان ورسېږي)کهچېرې یو کس مې(د حسن کورنۍ)هم نه پرېږدم.»